خبرونه
-
د کنړ ولايت امنيه قوماندان عبدالجلال "جلال" نن غرمه (2006-11-12) د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار وختي (2006-11-12) په سيمه ايز وخت اوه نيمې بجې (07: 30 am) د کنړ ولايت د سرکاڼو د ولسوالۍ د (بحر اباد) په سيمه کې د مخالفينو د يو هندي سرک جوړونکي شرکت په مرکز...
-
د ارزګان د ولايت د والي وياند عبدالقيوم "قيومي" نن غرمه مهال په تليفون افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن 2006-11-12 د تيرين کوټ د ښار سره نژدې د سفيدخاک په سيمه کې د والي عبدالحکيم "منيب" او نورو چارواکو لخوا د يو ښوونځي د تهداب ډبره کيښودل شوه ) . هغه زياته کړه ( دغه ښوونځى...
-
د پکتيکا والي محمد اکرم "خپلواک" نن مازديګر (2006-11-12) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (د تېرو څلورو پنځو ورځو راهيسې د ناټو او افغاني ځواکونو لخوا د پکتيکا ولايت د پاکستان د پولې سره نژدې سيمو کې د طالبانو پر ضد پراخ عمليات پېل شوي دي چې تر اوسه پورې پکې د پنځوسو (50)...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن ماښام (2006-11-12) د نامعلوم ځاى څخه افغان اسلامي اژانس ته په يو برېښناليک کې وليکل چې په کنړ کې د PRT د مشر لخوا د لسو (10) تنو او په پکتيکا کې د چارواکو لخوا د شلو (20) تنو طالبانو د وژلو خبرونه درواغ دي. هغه افغان اسلامي اژانس ته ته په خپل رالېږلي برېښناليک ک...
-
نن ماښام (2006-11-12) په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته د فاکس له لارې د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر او پخواني جهادي مشر ګلبدين حکمتيار يوه اعلاميه رارسېدلې چې کټ مټ نشر ته سپارل...
-
نن غرمه (2006-11-11) په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړاى شو چې د نومبر په اومه نېټه (2006-11-07) د لوګر ولايت د (محمد اغه) په ولسوالۍ کې مخالفينو يو ملکي ټرک ته ماين ايښى و چې د چاودېدو له امله يې دوه (2) ملکي افغانان ټپيان شول. خبرپاڼه وايي (ټپي...
-
نن مازديګر (2006-11-11) په کابل کې د ايساف د ځواکونو د مرکز څخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د بلخ ولايت د چهاربولک د ولسوالۍ يو مشهور جهادي قوماندان محمد ولي ابراهيم خېل د ايساف او ملي اردو د عسکرو لخوا په داسې حال کې وژل شوى چې دې ځواکونو د هغه د نيولو کوښښ کاوه. اعلاميه کې ويل شوي...
-
د ارزګان ولايت د والي وياند عبدالقيوم "قيومي" نن مازديګر (2006-11-11) د تفصيلاتو په...
-
د پکتيا ولايت داطلاعاتو کلتور او ځوانانو د چارو د رياست مسئول دين محمد "درويش " نن ماښام ناوخته 2006-11-11 ددې خبر د تصديق پرمهال افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن ماښام 2006-11-11 د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز څخه په جنوب لور پنځلس (15 km) کيلومتر لېرې د(زکو Zaco) په سيمه کې ديو زوړ ماين د چ...
-
د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور ددې پېښې د تفصيلاتو د ورکولو په وخت کې افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن سهار 2006-11-11 دکامه ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه د ولسوالۍ د يو تن پوليس مړى پيدا شو او کله چې له هغې وروسته د جلال اباد څخه پوليس د پېښې د څيړلو لپاره ولسوالۍ ته رو...