خبرونه
-
د سرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد نادر "فهيمي" نن تنکۍ غرمه د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن سهار (2006-08-12) په سيمه ايز وخت نهه نيمې بجې (09:30 am) د سرپل د والي د کور څخه يواځې پنځلس ميتره ليرې په يو لاس ګاډي کې سخته چاودنه وشوه چې هيڅ ډول زيان يې ندى ر...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف لږه شېبه وړاندې په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته په تليفون کولو سره وويل ( پرون (2006-08-11) طالبانو د نورستان ولايت د (وانت ويګل) په ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په کاروان بريد وکړ چې د سختې جګړې سبب شو). هغه زياته کړه چې (په جګړه کې امريکايي عسکرو ته د اوښ...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن ماسپښين (2006-08-12) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (نن سهار وختي (2006-08-12) د کابل ښار په ختيځه برخه د پول چرخي په سيمه کې يوه ريموټ کنټرول چاودنه وشوه چې هيڅ ډول تلفات نلري). مطبوعاتي دفتر همداراز د کابل ښار په اتم...
-
د فراه ولايت امنيه قوماندان جنرال سيد اغا "ثاقب" نن (2006-08-12) د دې خبر په ورکولو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (تېره ورځ (2006-08-11) د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د فراه او نيمروز ولايتونو په بېلابېلو ولسواليو کې شپاړس (16) تنه غله او ماشومان تښتوونکي ونيول). هغه زياته کړه چې ( د سي...
-
د لغمان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد لقاء اندرابي نن مازديګر (2006-08-12) د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن سهار (2006-08-12) د لويې لارې د پوليسو د افسر ډګروال غلام جعفر په موټر د مهترلام او سرخکان ترمنځ د (خروټي) په سيمه کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې ډګروال غلام جع...
-
نن مازديګر (2006-08-12) په کندهار کې د ايساف د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې وويل شول ( په مطبوعاتو کې د ايساف د يو قوماندان په حواله ورکړل شوى دا خبر ناسم دى چې ګوندې د هلمند د ځينو ولسواليو څخه به خپل عسکر وباسي). اعلاميه وايي ( د ايساف د ځواکونو قوماندان General David Richards پ...
-
نن ماسختن (2006-08-12) په کندهار کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې ( نن غرمه (2006-08-12 ) په هلمند کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ايساف يو عسکر مړ شو). خبرپاڼه کې په دې هکله نور هيڅ تفصيلات ندي ورکړل شوي. يواځې دومره ويل شوي چې د پېښې په اړه تحقيقات روان دي.
-
د غزني ولايت امنيتي سرچينو نن 2006-08-12 په دې هکله افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( تېره شپه 2006-08-11-12 نامعلومه وسلوالو کسانو د غزني ولايت د( اندړو) په ولسوالۍ کې د مولوي عبدالحليم په نامه د...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمدحنيف نن 2006-08-12 د يو نامعلوم ځاى څخه د تليفون له لارې ددې خبر د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( تېره شپه 2006-08-11-12 طالبانو د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د شړيک (Shoraik) ددرې (مټين) په سيمه کې د ايتلافي قواوو په قرارګاه بريد وکړ چې بيا ترپنځه څلوي...
-
د طالبانووياند ډاکټر محمدحنيف نن ماسختن 2006-08-12 د يو نامعلوم ځاى څخه د سټلايټ تليفون له لارې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( نن ماښام 2006-08-12 طالبانو د بغلان ولايت د اندارب په ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو يو عراده موټر په ريموټ کنټرول ماين له منځه...