خبرونه
-
د پېښور مشهورې پښتو ورځپاڼې "وحدت" په خپله نننۍ (2006-08-01 ) خپرونه کې پرون (2006-07-31) جلال اباد کې د مولوي محمد يونس "خالص" د فاتحې د مراسمو پر مهال شوې چاودنه په خپله سرمقاله کې غندلې چې دغه سرمقاله دلته په عين شکل کې نشر ته سپارل کېږي: (پرون د ننګرهار ولايت د جل...
-
د تفصيلاتو سره سم نن 2006-08-01 د ننګرهار والي ګل اغا "شيرزى" د پرونۍ (2006-07-31) چاودنې د ټپيانو د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغى او په چاودنه کې ټپي شويو يوولسو (11) تنو ته يې لس لس زره (10,000، 10,000) افغانۍ د مرستې په توګه ورکړې. د ننګرهار والي مسئولو کسانو ته امر وکړ چې د ټپيانو د ع...
-
ايا ناټو به روانه ستونځه حل کړي؟ د ((نښتر)) ليکنه پرون (٣١-٠٧-٢٠٠٦) ناټو د افغانستان د جنوب په شپږو ولايتونو کې د ټولو بهرنيو ځواکونو مسؤليت په غاړه واخيست. که څه هم ناټو په افغانستان کې پوځيان درلودل خو د دې لپاره چې دې سيمو کې امنيت رامنځته شي ناټو خپله را ميدان ته شو او نېغ په نې...
-
د ايساف د ځواکونو د مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې ( نن سهار (2006-08-01) هلمند کې د ناټو په ګزمه د طالبانو په بريد کې د وژل شويو عسکرو شمېر درې (3) تنه دى چې درې واړه برطانويان دي). په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په پېښه کې د ايساف يو عسکر ټپي شوى او دوه (2) عرادې موټرې يې تخريب شوې د...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-08-01 ) د ((خوګياڼيو د شورى)) لخوا د کابل د ښار په عيدګاه مسجد کې د مشهور جهادي او علمي شخصيت مرحوم مولوي محمد يونس "خالص" فاتحه واخيستل شوه. په کابل کې د مرحوم مولوي محمد يونس "خالص" د فاتحې مراسم په لوړه سطحه ترسره شول چې پخواني جهادي مشر او د ولسي...
-
نن ماسختن (2006-08-01 ) په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې (ايتلافي او افغاني ځواکونو په کنړ او پروان ولايتونو کې نن (2006-08-01) زياته اندازه وسلې او دوه (2) ماينونه کشف او خنثى کړي دي). خبرپاڼه کې ويل شوي چې ايتلافي ځواکونو د کنړ ولايت د پيچ په در...
-
د تفصيلاتو سره سم د جلال باد د ښار په جنوب کې اوه (7km) کيلومتره ليرې دهډي د جامع جومات د موټرد تم کيدو په ځاى کې په داسې حال کې يوې چاودنې څلور (4) تنه پوليس مړه او لږ تر لږه لس (10) تنه عام وګړي يې ټپيان کړل چې په جومات کې دننه په زرګونو خلکود مرحوم مولوي محمديونس "خالص لپاره د بښنې...
-
د جلال اباد د روغتون يو تن ډاکټر په دې هکله افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( د چاودنې لامله پنځه (5) تنه پوليس او دوه (2) کوچنيان وژل شوي او لږ ترلږه اتلس (18) تنه نور ټپيان شوي دي ) . تراوسه پورې د ننګرهار چارواکو په رسمي توګه په دې هکله څه ندي ويلي ا...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمدحنيف نن سهار2006-07-31 د يو نامعلوم ځاى څخه د سټلايټ تليفون له لارې افغان اسلامي اژانس ته وويل ( پرون 2006-07-31 امريکايي قواوو پکتيکا کې د (ډيله ) او (وازه خوا) د ولسواليو ترمنځ طالبان محاصره کړل چې بيا هلته سخته جګړه وشوه او جګړه کې د طالبانو د...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمدحنيف د افغان اسلامي اژانس دفتر ته په رااستولي يو ايميل کې ويلي چې (نن سهار2006-07-31 لس بجې (10:00am) داسلامي امارت يوه مجاهد احمدبصير د کابل ولايت استوګن د ننګرهار د مرکز جنوب لوري ته د هډي په سيمه کې ددغه ولايت په والي ګل اغا"شي...