خبرونه
-
نن سهار (2006-11-16) په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړاى شو چې ايتلافي او افغاني ځواکونو نن سهار وختي (2006-11-16) د کابل د (پاينده خيل) په سيمه کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې يو تن ترهګر وژل شوى او څلور (4) تنه نور نيول شوي دي. خبرپاڼه وايي (ايتلافي او اف...
-
پرون 2006-11-15 د ننګرهار ولايت د سرخرود د ولسوالۍ د (بهاولې) د سيمې څخه د خوګياڼيود ولسوالۍ د وزيرو د(کرم خېلو) د سيمې پورې ديوسرک چې اوه ويشت (27) کيلومتره اوږد اوپنځه (5) متره پراخه دى د ننګرهار د والي او دUSAID د رئيس لخوا په ګډه پرانستل شو. دغه سرک چې دUSAID او د UNOPS د مؤسسو په مرسته دڅه د...
-
د لغمان ولايت داطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج همراز "ننګرهاري " نن غرمه 2006-11-16 افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( پرون 2006-11-15 د سورخکان _ مهترلام په لويه لار د (تيرګړو) په سيمه کې د نامعلومه کسانو لخوا دوه (2) ماينو نه ځاى پرځاى کړاي شوي وه چې له همدې امله دغه لويه لار د موټرو...
-
د زابل ولايت د خاک افغان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سيدحسن نن 2006-11-16 په يو تلفوني تماس کې افغان اسلامي اژانس ته خبر ورکړ چې پرون 2006-11-15 دخاک افغان په ولسوالۍ کې د ناټو او افغاني قواوو لخوا ګډ عمليات ترسره شول . هغه زياته کړه ( ددې عملياتو په ترڅ کې درې (3) تنه طالب جنګيالي مړه او...
-
د تفصيلاتو له مخې نن (2006-11-16) د هېواد د يو شمالي ولايت جوزجان په مرکز شبرغان کې د څلورو سوو تنو په شا او خوا کې د والي جمعه خان "همدرد" پر ضد غونډه وکړه. دوى چې د جوزجان څخه يې د والي جمعه خان "همدرد"د بدلولو غوښتنه وکړه وويل چې سبا (2006-11-17) او په راتلونکو نورو ورځو کې...
-
نن 2006-11-16 د پېښور يوې مشهورې ورځپاڼې ( مشرق) خبر ورکړ چې په دې اړه د صوبه سرحد د ايالت د کورنيو چارو د سکرتر بادشاه ګل په مشرۍ د لوړ رتبه چارواکو يوه غونډه وشوه چې پکې د افغان مهاجرينو کمشنر صاحبزاده انيس او نورو لوړ رتبه افسرانو ګډون درلود. د ورځپاڼې د ليکنې...
-
دافغانستان د جمهور رئيس حامد"کرزي" لخوا روح اله "امان " د نوي ښاروال په توګه ټاکل شوى دى . روح الله "امان" نن 2006-11-16 د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د &n...
-
نن ماښام (2006-11-16) په کندهار کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې د ايساف ځواکونه د چارشنبې په ورځ (2006-11-15) د دوى د ځواکونو لخوا د دوو (2) تنو ملکي کسانو د وژلو په پېښه خواشيني دي او په دې اړه يې پلټنې پېل کړې دي. خبرپاڼه وايي (پرون (2006-11-15) د...
-
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور نن غرمه (2006-11-15) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( ملي امنيت ته د ورکړل شويو اطلاعاتو پر بنسټ آبله ورځ 2006-11-13 امنيتي پوليسو د ننګرهار ولايت د مارکو په سيمه کې دوه (2) تنه پاکستانيان په داسې حالت کې د چاودېدونکو تو...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن ماسپښين 2006-11-15 ددې پېښې د تصديق پرمهال افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( نن سهار 2006-11-15 د پروان ولايت د ګلبهار د ولسوالۍ په مرکز کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى په خپل ځان پورې د تړلو انفجاري موادو د چاودېدو له امله لومړى سخت ټپي او وروسته مړ ش...