خبرونه
-
د تفصيلاتو سره سم نيم ساعت د مخه (په سيمه ايز وخت يوولس بجې) د کندهار د ښار د (حضرت جي) په سيمه کې د ناټو په يو لوى کاروان ځانمرګى بريد ترسره شو چې د لومړنيو معلوماتو له مخې ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. عيني شاهدانو افغان اسلامي اژانس ته وويل (مونږ پخپلو سترګو وليدل چې درې (3) تنه ملکي خل...
-
د کندهار د عامې روغتيا د رياست مشر ډاکټر عبدالقيوم "پخلا" په کندهار ښار کې د ننني (2006-12-03) ځانمرګي بريد د تلفاتو په اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل (تراوسه پورې دوه (2) مړي او اوه (7) تنه ټپيان روغتون ته رسول شوي دي). له بلې خوا کله چې د ايساف د يو تن وياند څخه د ننني ځانمرګي بريد په...
-
په کندهار کې د ايساف يو تن وياند Major Jason Chalk د ننني (2006-12-03) ځانمرګي بريد د تلفاتو په اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل (ځانمرګى بريد د ايساف کاروان ته نژدې وشو چې د ايساف درې (3) تنه عسکر پکې ټپيان شوي دي). هغه زياته کړه (ټپيان شوي عسکر د هليکوپټر له لارې د کندهار هوايي ډګر ته رسول شوي دي...
-
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف همدا اوس د نامعلوم ځاى څخه د سټلايټ ټليفون له لارې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن (2006-12-03) طالبان د هليکوپټر ځاى ته ورسېدل او د هليکوپټر اته (8) مړي يې له ځانه سره يوړل). ددې پوښتنې په ځواب کې چې د مړو سره به څه کوئ؟ حکومت ته به يې سپارئ او که نه؟ طالب وياند افغ...
-
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف نن غرمه (2006-12-03) د نامعلوم ځاى څخه افغان اسلامي اژانس ته په تليفون کولو سره په کندهار کې د ناټو پر ځواکونو د ځانمرګي بريد د مسئوليت د منلو ترڅنګ وويل (په بريد کې د ناټو له اتو (8) څخه تر لسو (10) تنو پورې عسکر وژل شوي دي). هغه زياته کړه (له ځانمرګي بريد وروسته ه...
-
دکندهار د والي وياند داؤد "احمدي" نن غرمه په کندهار کې د شوي ځانمرګي بريد په تفصيلاتو کې افغان اسلامي اژانس ته وويل ( ننني 2006-12-03 ځانمرګي بريد کې دوه (2) تنه مړه او دولس (12) تنه ټپيان شول چې بيا دISAF قواوو د کومې بلې پېښې د مخنيوي لپاره هوايي ډزې وکړې چې لامله يې شپږ (...
-
نن مازديګر (2006-12-03) د باګرام په هوايي ډګر کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې د افغانستان امنيتي پوليسو د ايساف د عسکرو په مرسته په تېره يوه اونۍ کې د افغانستان په جنوبي او ختيځو ولايتونو کې پنځلس (15) ماينونه او د وسلو ذخيرې کشف او له منځه يوړلې. خ...
-
په کابل کې دISAF مطبوعاتي دفتر نن 2006-12-03 د طالبانو دا څرګندونې ردکړې چې ګوندې طالبانو د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د( ترړه ) په سيمه کې په يوه نښته کې د ناټو پنځه (5) تنه عسکر وژلي او يو موټر يې له منځه وړى دى . دISAF مطبوعاتي دفتر زياته کړه ( په دغه سيمه کې داسې کومه پېښه نده...
-
کابل کې د ايساف يو تن وياند Maj. Luke Knittig نن مازديګر (2006-12-03) د ورک شوي هليکوپتر په اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل (د ايساف د لټون ډلې د کندهار په شمال کې د يو هليکوپتر پرزې او ټوټې موندلې دي ګومان کېږي چې دا به همغه ورک شوى هليکوپټر دى). هغه د طالبانو دا ادعا تصديق نکړه چې هليکوپتر طالبا...
-
نن ماښام (2006-12-03) په کندهار کې د ايساف د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول ايساف د هغو ادعاوو په اړه تحقيقات کوي په کومو کې چې د ايساف د عسکرو د ډزو له امله د ملکي خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره شوې ده. خبرپاڼه د ننني (2006-12-03) ځانمرګي بريد په اړه وايي (تقريباً په يوو...