خبرونه
-
نن (2006-11-21) د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف د يو برېښناليک له لارې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار (2006-11-21) د کنړ ولايت د کړنګل په مېدان کې د بهرنيو ځواکونو او طالبانو ترمنځ په يو ساعت جګړه کې پنځه (5) تنه بهرني عسکر او په مقابل کې يو تن طالب ووژل شو). هغه زياته کړه (طالبانو د بهرنيو...
-
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ يو تن افسر ډګروال شېر محمد نن مازديګر (2006-11-21) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار وختي (2006-11-21) د تڼيو د ولسوالۍ د (درملکه) په سيمه کې د شخصي دښمنۍ په بناء يو تن د خپل دښمن په کور بم ورغورځولى چې په نتيجه کې دوه (2) تنه مړه شوي...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-21) په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون لخوا د دغه کميسيون په دفتر کې د ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه. په دې مناسبت سره جوړې شوې غونډې ته د پکتيا والي رحمت الله رحمت، اداري رئيسانو، د بهرنيو قواوو يو تن استازي، قومي سپين ږيرو او د بشري حقوقو د خپ...
-
د تفصيلاتو سره سم نن مازديګر (2006-11-21) د کندهار د ښار د (کابل بازار) په سيمه کې نامعلومو وسله والو د کندهار د ولايتي شورى د غړې زرغونه کاکړ خاوند ناصر خان ووژلو. د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله "عليزي" نن ماښام (2006-11-21) د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ت...
-
د کليو د پراختيا او د بيا رغاونې وزير انجينير احسان ضياء نن (2006-11-21) په کندهار کې يو خبري کنفرانس ته د وېنا پر مهال اعلان وکړ چې د کندهار...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن 2006-11-21 د يو نامعلوم ځاى څخه د برېښناليک له لارې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( نن 2006-11-21 د خوست ولايت د (متون ) په سيمه کې اسدالله نومې طالب د بهرنيو قواوو په کاروان ځانمرګى بريد وکړ چې له امله يې پنځلس (15) تنه بهرني عسکر ووژل شول ) . بايد وويل شي چې چ...
-
دانګلستان صدراعظم توني بلير نن 2006-11-20 له غرمې مخکې د پاکستان څخه دافغانستان د هلمند ولايت ته لاړ او هلته يې په لشکرګاه کې د بريطانوي عسکرو سره وکتل . هغه په سيمه کې داړونده افغاني مسئولينو سره هم وکتل خو تراوسه پورې د هلمند چارواکو په دې هکله څه ندي ويلي . ويل کيږي چې توني بلير به نن کابل ته...
-
دافغانستان لوي څارندوال عبدالجبار"ثابت" له پرون 2006-11-19 څخه را په دېخوا د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د دولتي ادارو دکار د څيړلو او د خلکو د شکايتونو داوريدلو لپاره خپل کار پېل کړى دى . هغه تراوسه پورې زيات شمېر دولتي دوسيې څيړلي او د خلکو شکايتونه يې اوريدلي دي ....
-
دارزګان د والي وياند عبدالقيوم "قيومي" نن مازديګر 2006-11-20 دارزګان ولايت د پرون ورځې د سيلابونو د تلفاتو په هکله تازه معلومات ورکړل . قيومي چې په تليفون يې دافغان اسلامي اژانس سره خبرې کولې وويل ( د هغو سيلابونو لامله چې پرون سهار2006-11-19 ددهراود ، چارچينواو چوره په ولسواليو کې راغل...
-
د بادغيس ولايت طبيعې خوادثو سره د مبارزې ضدادارې مسئول حبيب الله" مرغابي""بالامرغاب " ته د مرستو رسېدل تصديق کړل او نن مازديګر يې افغان اسلامي اژانس ته وويل ( تېرمازديګر 2006-11-19 دPRT دوه دېرش (32) ټنه مرسته چې خوراکي او د ژمي مواد پکې دي بالامرغاب ته ورسيده او نن 2006-...