خبرونه
-
نن 2006-12-17 په کابل کې د کورنيو چارو وزير انجينير ضراراحمد"مقبل" او د مخدراتو سره د مبارزې وزير حبيب الله "قادري" يوګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وېنا وکړه . د کورنيو چارو وزير "مقبل" په دې مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ هغو کسانو ته چې د کوکنارو فصل به يې...
-
د کندهار د ولايت والي اسد الله "خالد" نن سهار (2006-12-16) ددې خبر په ورکولو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل (درې ورځې وړاندې د ناټو او افغاني قواوو لخوا د پنجوايي د ولسوالۍ د (سياچوى) په سيمه کې د طالبانو پر ضد هوايي عمليات ترسره شول چې په نتيجه کې د طالبانو د يو مهم قوماندان ملا شېرجان...
-
د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي نن سهار (2006-12-16) د تفصيلاتو په لړ کې افغان...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن ماسپښين (2006-12-16) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار (2006-12-16) په سيمه ايز وخت اته بجې (08:00 am) د کابل د سروبي څخه يو کيلو ميتره ليرې د (باغ رئيس) په سيمه کې يو کرولا او ټرالر موټر ټکر وکړ چې په نتيجه کې په ک...
-
د ننګرهار د ولايتي شورى مرستيال مولوي عبدالعزيز "خېرخواه" د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن (2006-12-16) مونږ د څو تنو ولسوالانو او يو شمېر قومي مشرانو او پوليسو سره د اچين د ولسوالۍ د "عبدالخېل" درې ته لاړو او هلته مو د هيروينو دوه ويشت (22) فابريکې له منځه ي...
-
د تفصيلاتو سره سم د زابل ولايت د شهرصفا د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ جوړې شوې ودانۍ نن (2006-12-16) ددغه ولايت د امنيه قوماندان نور محمد پکتين په لاس پرانيستل شوې. د افغانستان د اداري سمون او ثبات (AFP) لخوا د نهه اعشاريه دوه (9.2) مليونه افغانو په لګښت په عصري او اساسي توګه جوړې شوې دا دوه (2) د...
-
د تفصيلاتو سره سم نن ماسپښين 2006-12-16 دکندهار ولايت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده . په دغه نښته کې برخه لرونکي يو تن دولتي پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې نشر شي په دې اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن ماسپښين طالبانو د شاه ولي کوټ د ولسوالۍ مربوط د ( تېښې کوتل...
-
د تفصيلاتو سره سم نن 2006-12-16 په کابل کې د سولې او ثبات دکميسيون لخوا يوه غونډه جوړه شوه چې پکې د ګونتانامو د زندان څخه راخوشي شويو اوو تنو افغانانو اودکميسيون رئيس پوهاند صبغت الله "مجددي" هم برخه واخيسته . پوهاند "مجددي" دګونتانامودزندان څخه ددغو اوو تنو افغانانو راخوشي کو...
-
د تفصيلاتو سره سم نن ماسختن 2006-12-16 دافغانستان ملي تلويزيون خبر ورکړ چې د کورنيو چارو د وزارت په پېشنهاد او د جمهور رئيس حامد"کرزي" په منظورۍ اسدالله " وفا" د هلمند ولايت د نوي والي په توګه وټاکل شو . همداراز تلويزيون وويل چې د جمهور رئيس د...
-
د تفصيلاتو سره سم د هرات په ښار کې د مهري ليسې سره نژدې په فضلي مارکېټ کې د شپې د يوې بجې (1:00 am) څخه اور لګېدلى او تر اوسه پورې په غرغنډو دى. د هرات د ښار څخه عيني شاهدانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې اور د برېښنايي بخارۍ له امله لګېدلى دى چې د قالينو په يو دوکان کې د شپې د برېښنا د تلو له ام...