خبرونه
-
د تفصيلاتو له مخې نن سهار 2006-11-13 د طورخم _جلال اباد په لويه لار د طورخم څخه شل (20 km) کيلومتره لېرې (دګردي غوث) د سيمې اوسيدونکو لدې امله دغه لويه لار بنده کړه چې څه موده دمخه د يوې ځمکې په سرلانجې او جنجال لامله د شينوارو خلکو ددوي پنځه (5) تنه برمته نيولي وه . مظاهره کوونکو ژورنالستانو...
-
د تفصيلاتو له مخې نن مازديګر 2006-11-13 په کابل کې دISAF د قواوو مطبوعاتي دفتر ددې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته ووي...
-
د خوست امنيه قوماندان جنرال محمدايوب نن مازديګر ددې خبر د تفصيلاتو د ورکولو پرمهال افغان اسلامي اژانس ته وويل ( څوورځې دمخه خوست کې شپږ (6) تنه نيول شوي وه اواوس د تحقيقاتوڅخه معلومه شوه چې يو تن يې د سعودي اوسيدونکي ابوقيس دى کوم چې القاعده کې دايمن الظواهري دوهم (Second) تن دى ) . جنرال محمدايو...
-
د تفصيلاتو له مخې د تېرې جمعې او شنبې ترمنځ شپه 2006-11-10-11 کې د ناټو الوتکو دکنړ ولايت د (وټه پور) د ولسوالۍ د (کرمول ډاګ ) په غره باندې خوراسخته بمباري وکړه . که څه هم اسعداباد کې دPRT مسئول مقام ژورنالستانو ته ويلي چې د بمبارۍ لامله لس (10) تنه طالبان وژل شوي خو د سيمې خلک وايي چې دې غرنۍ سي...
-
د تفصيلاتو سره سم د کندهار د ښار د درمل پلورونکو اتحاديې نن (2006-11-12) د کندهار د روغتيا د رياست سره د اوو (7) لکو افغانيو د درملو مرسته وکړه چې انټي بايوټک او نورې ډول ډول دوايانې پکې شاملې دي. د کندهار د درمل پلورونکو...
-
د کنړ ولايت امنيه قوماندان عبدالجلال "جلال" نن غرمه (2006-11-12) د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار وختي (2006-11-12) په سيمه ايز وخت اوه نيمې بجې (07: 30 am) د کنړ ولايت د سرکاڼو د ولسوالۍ د (بحر اباد) په سيمه کې د مخالفينو د يو هندي سرک جوړونکي شرکت په مرکز...
-
د ارزګان د ولايت د والي وياند عبدالقيوم "قيومي" نن غرمه مهال په تليفون افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن 2006-11-12 د تيرين کوټ د ښار سره نژدې د سفيدخاک په سيمه کې د والي عبدالحکيم "منيب" او نورو چارواکو لخوا د يو ښوونځي د تهداب ډبره کيښودل شوه ) . هغه زياته کړه ( دغه ښوونځى...
-
د پکتيکا والي محمد اکرم "خپلواک" نن مازديګر (2006-11-12) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (د تېرو څلورو پنځو ورځو راهيسې د ناټو او افغاني ځواکونو لخوا د پکتيکا ولايت د پاکستان د پولې سره نژدې سيمو کې د طالبانو پر ضد پراخ عمليات پېل شوي دي چې تر اوسه پورې پکې د پنځوسو (50)...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن ماښام (2006-11-12) د نامعلوم ځاى څخه افغان اسلامي اژانس ته په يو برېښناليک کې وليکل چې په کنړ کې د PRT د مشر لخوا د لسو (10) تنو او په پکتيکا کې د چارواکو لخوا د شلو (20) تنو طالبانو د وژلو خبرونه درواغ دي. هغه افغان اسلامي اژانس ته ته په خپل رالېږلي برېښناليک ک...
-
نن ماښام (2006-11-12) په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته د فاکس له لارې د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر او پخواني جهادي مشر ګلبدين حکمتيار يوه اعلاميه رارسېدلې چې کټ مټ نشر ته سپارل...