خبرونه
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن ماسپښين (2006-12-02) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (بېګا ماښام (2006-12-01) د غزني ولايت د مقر د ولسوالۍ امنيه قوماندان راز محمد "وردګ" د خپلو عسکرو سره په ساده جامو کې ګزمه کوله په سيمه کې موجودو ايتلافي عسکرو...
-
په باګرام هوايي ډګر کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پرون سهار (2006-11-30) د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې د ګزمې يو موټر د سرچپه کېدو له امله د ايساف يو تن عسکر لومړى سخت ټپي او وروسته مړ شو. خبرپاڼه وايي پېښه د مخالفينو د بريد له امله نده رامنځ...
-
د زابل ولايت د شهرصفا د ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد رسول نن ماسپښين (2006-12-01) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (تېره شپه (2006-11-30-12-01) طالبانو شهرصفا کې په يوه پوسته بريد وکړ چې بيا د طالبانو او پوليسو ترمنځ څو ساعته جګړه وشوه). هغه زياته کړه (په جګړه کې شپږ (6) تنه طالبان و...
-
په هغه جګړه کې چې تېره شپه (2006-12-01-11-30) د کنړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د (لمټک) په پوسته د مخالفينو د بريد په نتيجه کې وشوه د پوليسو او بريد کوونکو په ډزو کې يو تن ولسي سړى په شهادت ورسېد. په کنړ کې امنيتي چارواکو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د مخالفينو د ډزو له امله پوليسو ته کوم زيان ندى ر...
-
د هلمند ولايت د سنګين د ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نن (2006-11-30) د دې خبر په ورکولو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل (تېره شپه (2006-11-30-29) د بهرنيو عسکرو چورلکو او ټانکونو د سنګين د ولسوالۍ د (جوشالي Joshali) په سيمه کې د طالبانو د يو قوماندان (کاکو) په کور حمله وکړه او سخته جګړه وشوه چې يو تن ط...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن غرمه (2006-11-30) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار (2006-11-30) په سيمه ايز وخت اوه نيمې بجې (07: 30 am) د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د ارباب علي په نامه په يو جهادي قوماندان هغه...
-
نن (2006-11-30) په پېښور کې د يو اين ايچ سي ار (UNHCR) د دفتر څخه په پاکستان کې د مېشتو افغاني مهاجرينو د راجسټر کېدو د روانې پروسې په اړه د نويو معلوماتو يوه اعلاميه خپره شوې په کومه کې چې تر اوسه پورې د راجسټر شويو افغان مهاجرينو شمېر له پنځو لکو څخه زيات ښودل شوى دى. اعلاميه وايي (هغه افغانان...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن غرمه (2006-11-30) د دې خبر په ورکولو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل (پرون (2006-11-29) د ملي امنيت پوليسو او سرحدي او ځايي پوليسو د بدخشان ولايت د (شهربزرګ) په ولسوالۍ کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې لس (10)...
-
په کندهار کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې (نن سهار وختي (2006-11-30) د ايساف او افغاني ځواکونو د پلان شويو عملياتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ کې دوه (2) تنه طالب قوماندان ونيول شول او يو شمېر نور يې ووژل شول). خبرپاڼه وايي (په عمليات...
-
د افغانستان لوى څارندوال عبدالجبار "ثابت"، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د څو ورځو راهيسې په کنړ ولايت کې دى، نن (2006-11-30) يو مطبوعاتي کنفرانس ته په خپله وېنا کې وويل (د کنړ ولايت پخوانى ښاروال او اوس د ولايتي شورى غړى حاجي خانجان د 1381 او 1382 هـ ش کلونو د عوايدو حکومت ته د...