خبرونه
-
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف نن مازديګر (2006-06-04) کندهار کې د يوې سترې جګړې خبر ورکړ خو په کندهار کې د دوه سوه او پنځمې قول اردو قوماندان جنرال رحمت الله "رؤفي" د طالبانو ادعا په بشپړه توګه غلطه وبلله. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف وويل (پرون (2006-06-03) طالبانو د کندهار ولاي...
-
د کندهار والي اسد الله "خالد" نن مازديګر (2006-06-04) په کندهار کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته په وېنا کې وويل چې ( په کندهار ښار کې د ننني ځانمرګي بريد هدف زما وژل وه خو زه د الله پاک په فضل او رحم سره د بريد څخه روغ رمټ ووتم او هيڅ ډول زيان راته ونه رسېد). والي په دې لړ کې د نورو تفصيل...
-
نن (2006-06-04) په کابل کې د ايتلافي قواوو د مرکز څخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې (پرون (2006-06-03) ايتلافي قواوو د پکتيکا د والي محمد اکرم خپلواک او ملي پوليسو سره د پکتيکا د صحت عامې د رئيس عيدي محمد د مړي په موندلو کې مرسته وکړه). په اعلاميه کې ويل شوي چې ( د پکتيکا د صحت عامې ر...
-
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مرستيال محمد ايوب نن مازديګر (2006-06-02) د هغې ترافيکې پېښې په هکله چې د لشکرګاه د ښار په ختيځ کې پنځه کيلو متره ليرې رامنځته شوه وويل ( نن غرمه مهال (2006-06-02) د سپرليو د يو عراده موټر او د سرک جوړولو د کمپنۍ د دوه عراده موټرو ترمنځ ټکر وشو چې په نتيجه کې د سپرليو د...
-
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف پرون (2006-06-02) د نامعلوم ځاى څخه په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته تليفون وکړ او وئې ويل چې ( نن سهار (2006-06-02) طالبانو د هلمند ولايت د بغران په ولسوالۍ کې د برتانوي عسکرو په يو موټر بريد وکړ چې دولس (12) تنه برتانوي عسکر پکې ووژل شول). خو کله چې په...
-
نن (2006-06-03) د کندهار د پوليسو په روزنيز مرکز کې يوه لويه غونډه وشوه چې پکې د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير انجينير ضرار احمد "مقبل"، د سهيل لويديځو ولايتونو (کندهار، زابل، ارزګان، هلمند) واليانو، د سيمې مشرانو او د ادارو مشرانو برخه درلوده. په دې غونډه ک...
-
د خوست امنيه قوماندان جنرال محمدايوب نن 2006-06-03 دتفصيلاتوپه لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (نن 2006-06-03 دخوست پوليسودګربزو په ولسوالۍ کې يوشمېروسلې اومهمات چې پکې يوڅه اندازه کلاشنکوف ، مينونه ، د رندې اوسپکې وسلې شاملي دي ونيولي ) . هغه زياته کړه چې تراوسه پورې په دې اړه څوک...
-
نن 2006-06-03 دپکتيا ولايــت دامنيـــــــه قومانـــدانۍ دامنيـــت امر غلام نبي"صالح" خبر ورکړ چې پرون 2006-06-02 دپکتيا ولايت دمرکز ګرديز په ښارکې د پوليسولخوا يو عراده موټر چې د چاوديدونکو موادو څخه بار ؤ ونيول شو . هغه زياته کړه ( دغه موټر چې د لويي چاودنې لپاره...
-
د ملی دفاع د وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمی نن 3/6/2006 په کندهار کی اعلان وکړ چې تيره شپه 3|2/6/2006د ارزګان په ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کی شل تنه طالبان ووژل شول. جنرال عظيمی وويل (تيره شپه /6/2006 2 ملی اردو يو شمېر سرتيری د هليکپتور څخه د ارزګان ولايت د (چوره)...
-
دهلمنددوالي وياند محي الدين نن 2006-06-03 د تفصيلاتو پرمهال افغان اسلامي اژانس ته وويل چې( پرون ناوخته 2006-06-02 د هلمند ولايت د موسى کلا په ولسوالۍ کې اته (8) تنه مزدوران د روشن تليفون دکمپنۍ د يوې پايي په نصبولو بوخت وه چې يو زوړ ايښودل شوې مين وچاوديد او دوه(2) مزدوران يي...