خبرونه
-
د تفصيلاتو سره سم له پرون مازديګر (2006-11-02) څخه تر نن سهار (2006-11-03) پورې د لغمان ولايت د دولت شاه په ولسوالۍ کې د بهرنيو او افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نښتې په اړه لومړى خبر د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف ورکړ او د نامعلوم ځاى څخه يې...
-
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف نن ماښام (2006-11-03) د نامعلوم ځاى څخه په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته تليفون وکړ او وئې ويل (نن (2006-11-03) د ايساف ځواکونو د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالۍ د فيروزخېلو په سيمه کې بمباري وکړه چې له امله يې دوه (2) تنه طالبان او اوه (7) تنه عام خلک چې ښځې...
-
د نورستان ولايت والي محمد تميم "نورستاني" نن (2006-11-02) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل &nbs...
-
د تفصيلاتو سره سم نن مازديګر (2006-11-02) د هرات ولايت د (ادرسکن) په ولسوالۍ کې طالبانو د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په موټر بريد وکړ چې په نتيجه کې د پنځو (5) تنو څخه زيات دولتي عسکر ووژل شول. د (ادرسکن) په ګاونډ کې د شينډنډ د ولسوالۍ يو تن چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې نشر شي د پېښې د تصديق پ...
-
د لويديځې حوزې د پوليسو د امنيه قوماندان مرستيال علي خان نن ماسختن (2006-11-02) افغان اسلامي اژانس ته د هرات د ادرسکن په امنيه قوماندان د طالبانو د بريد پخلى وکړ او وئې ويل (د ادرسکن امنيه قوماندان محمد صديق خان د خپلو لسو (10) تنو عسکرو سره ګزمه کوله چې د (ميانه رود) په سيمه کې ورته طالبانو کمين...
-
د تفصيلاتو سره سم په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په عسکرو د طالبانو لخوا د ترسره شويو نويو بريدونو او چاودنو په ترڅ کې دوى ته مرګ ژوبله وراوښتې ده. په کابل کې د ايساف د عسکرو يو تن وياند &n...
-
نن (2006-11-01) په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې (ايتلافي او افغاني ځواکونو نن سهار وختي (2006-11-01) د خوست ولايت د (ترنلي) په سيمه کې د ترهګرو پر ضد عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې درې (3) تنه ترهګر ووژل شول او يو بل ونيول شو). خبرپاڼه زيات...
-
د جنوب لويديځې حوزې د پوليسو د قوماندان مرستيال علي خان نن سهار (2006-11-01) د دې پېښو د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (پرون (2006-10-31) د فراه ولايت د ګلستان په ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په نتيجه کې څلور (4) تنه طالبان ونيول شول او نور وت...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-01) په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې جوړه شوې وه او د لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود د سويل لويديځې حوزې د ناټو د ځواکونو مشري د کاناډايي عسکرو څخه هالينډي عسکرو ته وسپارل شوه. په غونډه کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ ريچرډز، د هالينډي...
-
په لويديځه حوزه کې د سولې د کميسيون مشر سيد شريف "مجددي" نن ماسپښين 2006-11-01 د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( پرون 2006-10-31 د فراه ولايت د ( بالابلوک ) د ولسوالۍ د ( "ش" شېرمحمد ) تر مشرۍ لاندې شپېتو (60) تنو وسله والو طالبانو د سولې د کميسيون د پروګرام...