خبرونه
-
د کابل په سفر د هالينډ د بهرنيو چارو راغلي وزير نن (2006-11-04) په کابل کې وويل چې پاکستان دې د افغانستان سره خپله ټوله پوله په بشپړه توګه بنده کړي څو په دې ډول د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د طالبانو، القاعده او قاچاقبرانو ترمنځ د تګ راتګ لارې وتړل شي چې دا کار به افغانستان کې د سولې او امنيت په راو...
-
په کابل کې د بهرنيو قواوو يو تن وياند Major Luke Knittig نن ماسختن 2006-11-04 د افغان اسلامي اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د وردګو په ولايت کې د ايساف په کاروان طالبانو بريد کړى دى؟ وويل (تېرشپه 2006-11-03-04 د ايساف په يو نظامي مرکز درې (3) توغندي وويشتل شول چې په خپل هدف ونه لګېدل او هيڅ...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن (2006-11-05) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (پرون (2006-11-04) د کاپيسا ولايت د تګاب په ولسوالۍ کې د ايساف او دولتي ځواکونو لخوا د طالبانو پر ضد عمليات ترسره شول چې پکې د طالبانو د دوو قوماندانانو سيد يحيى او محمد سليم په ګډون د...
-
د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د ولسوالۍ ولسوال زلمي نن (2006-11-05) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (تېره شپه (2006-11-05-04) فرانسوي ځواکونو د (کالاخېلو) په کلي کې عمليات ترسره کړي وه او اته (8) شکمن کسان يې نيولي وه چې له تحقيقاتو وروسته په هغوى کې پنځه (5) تنه بېرته خوشې شول او درې...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن (2006-11-05) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (پرون (2006-11-04) د کاپيسا ولايت د نجراب په ولسوالۍ کې د شفيع الله په نامه د طالبانو يو تن قوماندان د خپلو سپکو او درندو وسلو سره حکومت ته تسليم شو او د سولې په پروسه کې د ګډون او دول...
-
ښه تربيه ښه مرسته ده شاه محمود "متين"، کابل له تېرو پنځه ويشتو کلونو څخه چې ستونځې او مشکلات د افغاني ټولنې د ژوند د کاروان سره ملګرې شوي نو دې کې شک نشته چې د نړۍ يو شمېر خيرينه موسسو او ادارو د افغانانو د جلا جلا قشرونو سره د کتنې وړ مرستې کړې دي. د هجرت پر مهال يې د نورو...
-
د خوست امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب نن مازديګر مهال 2006-11-05 د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( تېره شپه 2006-11-04-05 طالبانو د خوست ولايت د سپېره په ولسوالۍ سخت بريد وکړ او کوښښ يې وکړ چې ولسوالي ونيسي خو د پوليسو لخوا د کلک مقاومت سره مخ شول). هغه زياته کړه (په جګړه کې درې...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-04) د هالينډ د بهرنيو چارو وزير Mr. Ben Bot او په افغانستان کې د دغه هېواد سفير د ارزګان ولايت ته لاړل او هلته يې د سيمه ايزو چارواکو، قومي سپين ږيرو، د ولسي جرګې د استازو او خپلو عسکرو سره وليدل. د ارزګان د والي وياند عبدالقيوم "قيومي" نن ماسپښين (2006-11-...
-
د طالبانو وياند ډاکټرمحمد حنيف نن 2006-11-04 د يو نامعلوم ځاى څخه په سټلايټ تليفون پېښور کې دافغان اسلامي اژانس ددفتر سره تماس ونيو او ويې ويل ( تېره شپه 2006-11-03-04 طالبانو د وردګ ولايت د سيداباد د ولسوالۍ د مرکز سره نژدې د بهرنيو قواوو په کاروان بريد وکړ چې پکې دايتلافي عسکرو يوه عراده موټر پ...
-
هغه ايتالوي ژورنالست چې څواونۍ دمخه دهلمند_ کندهار په لويه لار د ناپېژندل شويو وسله والو لخوا تښتول شوي ؤ له خوشي کيدو وروسته نن 2006-11-04 د لومړى ځل لپاره په کابل کې د ژورنالستانو سره خبرې وکړې . دغه ژورنالست چې (ګبرئيل تورسيلو) نوميږي دخپل زندان دوه ويشت ورځنۍ موده خورا سخته وښودله او ويې...