خبرونه
-
دISAF وياند Major Luke Knittig نن 2006-11-20 د طالبانو د وياند ډاکټر محمد حنيف ددې څرګندونو په هکله چې تېره شپه 2006-11-19-20 طالبانو د کنړ د ولايت د ماڼوګي د ولسوالۍ د" لوټه " په سيمه کې شپږ (6) تنه بهرني عسکر وژلي افغان اسلامي اژانس ته وويل ( د طالبانودا ادعا غلطه ده د نومبر د د...
-
د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن 2006-11-19 د يو نامعلوم ځاى څخه په يو برېښناليک کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( پرون مازديګر 2006-11-18 طالبانو د کنړ ولايت د (وټه پور) په ولسوالۍ کې په بهرنيو عسکرو بريد وکړ بيا هلته د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې پکې يې دوه (2) تنه بهرني عسکر ووژل شو...
-
د خوست د امنيه قوماندانۍ د جنايي څانګې امر ډګروال محمد يعقوب "مندوزي" نن ماسپښين (2006-11-19) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (نن سهار (2006-11-19) د خوست ولايت د باک په ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو په ښودنه د پوليسو لخوا يو تن چې غوښتل يې په جامع جومات کې ماين ځاى پر ځاى کړي...
-
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عصمت الله "عليزي" نن 2006-11-19 خبر ورکړ چې پوليسو دوه (2) تنه پوليس د غلا په جرم نيولي دي . هغه افغان اسلامي اژانس ته وويل ( د کندهار د ښار يو تن اوسيدونکي مونږ ته خبر ورکړى ؤ چې غلو ترينه څه اندازه طلا او مبايل فون غلا کړى پوليسو د غل د پېدا کولو هلې ځلې...
-
د بادغيس ولايت د پېښو او طبيعي حوادثو سره د مبارزې دادارې مسئول حبيب الله "مرغابي" د ترکمنستان په خاوره کې د شپږ (6) تنو افغانانو دمړيو د پيداکيدلو خبر ورکړ او نن مازديګر يې  ...
-
دفراه د ولايت امنيه قوماندان جنرال سيداغا "ثاقب" نن ماښام 2006-11-19 د"پرچمن " په ولسوالۍ کې دخورا سختو سيلابونو د خبر د ورکولو پرمهال افغان اسلامي اژانس ته وويل ( تېره...
-
د خوست ولايت د ملي امنيت سرچينو نن (2006-11-18) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (پرون (2006-11-17) د نادرشاه کوټ د ولسوالۍ د زنيخيلو په سيمه کې د ملي امنيت لخوا د درندو وسلو او چاودېدونکو موادو دوه (2) زېرمې کشف شوې چې په دې توګه د ترهګرۍ يوه لويه هڅه شنډه کړاى شوه). دې سرچينو ز...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن غرمه مهال (2006-11-18) افغان اسلامي اژانس ته خبر ورکړ چې سيلابونو د داى کندي په ولايت کې هم ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. د مطبوعاتي دفتر رئيس داد محمد "رسا" وويل (ابله ورځ (2006-11-16) د زيات باران له امله د داى کندي د ولايت د ګجران پ...
-
دتفصيلاتوله مخې نن 2006-11-18 د جلال ابادد ښار په روښان مېنه کې دPRT اوUSAID د رئيسانواو د ننګرهار ولايت دچارواکو لخوا د يوې دوه پوړيزې ودانۍ پرانسته وشوه . دغه ودانۍ چې دUSAID په مالي مرسته جوړه شوې درې دېرش(33) خونې لري او د څلور لکه امريکايي ډالرو په لګښت سرته رسيدلې د ننګرهار د څلورمې ناحيې د...
-
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان عبدالبصير "سالنګي" نن ماسپښين (2006-11-18) د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل (په دې تېرو څو ورځو کې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې درويشت (23) تنه د کوکنارو د کرلو پر مهال ونيول شول). هغه زياته کړه (په نيول شويو کسانو کې څوارلس (14) ت...