خبرونه
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-23) په خوست کې د ټولو ولسواليو قومي مشرانو يوه ستره غونډه وکړه تر څو په خوست کې د امنيت د ټينګښت او ثبات په اړه خبرې وکړي. په دې غونډه کې د چې د هرې ولسوالۍ څخه پکې شلو (20) قومي مشرانو او سپين ږيرو برخه اخيستې وه پرېکړه وشوه چې په خوست کې به د مکتبونو ساتنه پخپله دل...
-
په کابل کې چارواکو ويلي چې حج ته د تلونکيو افغانانو د الوتنو د پېل کېدو سره سم نن (2006-11-23) د کابل او مزار شريف څخه حاجيان جدې ته لاړل. د دولتي سرچينو له مخې د کابل څخه څلور سوه پنځوس (450) تنه حاجيان او د مزار شريف څخه يوه الوتکه کې افغاني حاجيان جدې ته تللي دي. په کابل کې رسمي سرچينو دا هم و...
-
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان "دراني" نن (2006-11-23) افغان اسلامي اژانس ته وويل چې له سهارنۍ سختې زلزلې وروسته غرمه مهال په سيمه ايز وخت يوولس نيمې بجې هم د مزار شريف په ښار کې زلزله وشوه. هغه وويل (سهارنۍ زلزله خورا سخته وه خو غرمه مهال ځمکې يواځې يو ټکان وخوړ). کله چې د شېرجان...
-
د افغانستان لوى څارندوال عبدالجبار "ثابت" نن (2006-11-23) په جلال اباد کې ژورنالستانو ته وويل چې (ما په ننګرهار کې د خلکو د شکايتونو د اورېدلو او رسمي کارونو د برلاسۍ په لړ کې د يو شمېر کسانو د نيولو امر کړى چې په دوى کې د ننګرهار د ګمرک مرستيال، د ګمرک يو شمېر کارکوونکي، د کامې د ولسوا...
-
د خوست د ولايت وياند کامران "سليم" نن سهار 2006-11-22 تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( بېګاه 2006-11-21 د نامعلومه کسانو لخوا دخوست په ولايت کې د"ډ يورنډ" کرښې ته ن...
-
د لغمان د ولايت والي ګلاب "منګل " نن غرمه مهال 2006-11-22 ددې پېښې د تصديق پرمهال افغان اسلامي اژنس ته وويل چې ( نن سهار 2006-11-22 د لغمان د ولايت د دولت شاه د ولسوالۍ د پوليسو د موټر مخې ته يوه چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله نه لري او هم د پوليسو موټر ته کوم ډول زيان ندى &...
-
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ يو تن لوړپوړي چارواکي ډاکټر نصير الدين "همدرد" نن (2006-11-22) د دې پېښې د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې (پرون (2006-11-21) د بلخ د والي استاد عطاء محمد "نور"، د ولايتي شورى د يو شمېر غړو، د سيمې د څو تنو سپين ږيرو او علماء...
-
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن غرمه 2006-11-22 په دې هکله افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( پرون مازديګر2006-11-21 د زابل د محکمې ديو تن قاضيسيد عبد الغني مړى وموندل شو ) . مطبوعاتي دفتر زياته کړه ( قاضي سيد عبدالغني چې د زابل مرکز قلات کې يې وظيفه درل...
-
د تفصيلاتو سره سم نن ماسپښين (2006-11-22) د کندهار د ښار په (لنډي بازار) کې د وسلې په يو دوکان کې درنده چاودنه وشوه. عيني شاهدانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې په چاودنه کې يو تن مړ او څلور (4) تنه نور ټپيان شول. په چاودنه کې درې (3) دوکانونه خورا زيانمن شوي دي. چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه هيڅ...
-
نن سهار (2006-11-22) په کابل کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ايساف ځواکونو د يکشنبې په ورځ (2006-11-19) د کنړ ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې يوولس (11) تنه طالبان وژلي دي. خبرپاڼه وايي ( ياغيانو سره په درېو نښتو کې ايساف د ځمکني او هوايي ځواک په واسط...