خبرونه
-
په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې وويل شول چې ايتلافي او افغاني ځواکونو نن سهار (2006-11-26) د خوست په ولايت کې درې (3) تنه مخالفين ونيول. خبرپاڼه وايي (د باوري معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره کړاى شول او د ترهګرۍ د شبکې د يو مرکز څخه درې (3) تنه بې له کوم...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-26) د پکتيکا ولايت د ارګون په ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريد شوى دى چې په اړه يې دقيق معلومات تراوسه پورې ندي ترلاسه شوي خو عيني شاهدينو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د ځانمرګي بريد له امله تر شلو (20) پورې خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. د وژل شويو او ټپي شويو کسانو د هويت...
-
په کابل کې د ايساف د ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړاى شو چې پرون (2006-11-25) د ايساف ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دوو بېلابېلو نښتو کې پنځه پنځوس (55) تنه طالبان او يو تن د ايساف عسکر وژل شوى او درې (3) نور ټپيان شوي دي په خبرپاڼه کې ويل شوي (په لومړۍ پېښه کې زيات...
-
د پکتيکا والي ډاکټر محمد اکرم "خپلواک" لږه شېبه وړاندې د ارګون په ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد د تصديق په کولو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل (يو تن چې په ځان پورې يې چاودېدونکي مواد تړلي وه د ارګون په بازار کې په يو هوټل کې ځان والوځاوه چې په نتيجه کې هلته موجود اوه (7) تنه ولسي خلک مړه ا...
-
د زابل ولايت د امنيت امر رباني خان نن غرمه 2006-11-26 د تفصيلاتو په لړ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( تېره شپه 2006-11-25-26 طالبانو د زابل ولايت مرکز قلات کې په پوليسو بريد وکړ چې بيا دطالبانو او پوليسوترمنځ جګړه وشوه ) . هغه زياته کړه ( په جګړه کې يوتن طالب ووژل شواو پوليسو ته هيڅ...
-
د پکتيکا ولايت والي ډاکټر محمد اکرم "خپلواک" لږه شېبه وړاندې په يو تازه تماس کې افغان اسلامي اژانس ته د ننني (2006-11-26) ځانمرګي بريد د تازه جزئياتو په اړه وويل (وروستي معلومات وايي چې په دغه بريد کې دولس (12) تنه ولسي خلک مړه شوي او اوه ويشت (27) تنه نور ټپيان شوي دي). هغه په دې بريد...
-
د افغانستان ملي تلويزيون نن ماښام (2006-11-26) خبر ورکړ چې (تېره شپه (2006-11-26-25) مخالفينو د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ يوولس (11) هاوانونه ويشتلي دي چې له امله يې څو کورونو ته زيان رسېدلى دى). د دې دولتي تلويزيون د خبر له مخې هر څو که هاوانونو ځينې کورونه زيانمن کړي دي خو چاته يې مرګ ژوبله...
-
د تفصيلاتو سره سم نن (2006-11-26) د افغانستان د ولسي جرګې په غونډه کې د يو اوږد بحث څخه وروسته د فرهنګ او ځوانانو د وزارت نوم په خپل پخواني نوم "د اطلاعاتو او کلتور وزارت" بدل کړاى شو. د ولسي جرګې په نننۍ (2006-11-26) غونډه کې په يو شمېر نورو نومونو هم بحث وشو خو يواځې د دغه يو نوم په ب...
-
نن مازديګر (2006-11-26) په کنړ کې امنيتي چارواکو وويل چې نن (2006-11-26) طالبانو د کړنګل په سيمه کې څلور (4) تنه مزدوران وتښتول چې د راخوشې کولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي. له بلې خوا د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف ژورنالستانو ته ويلي چې دغه څلور (4) تنه يې وژلي. د ډاکټر محمد حنيف په حواله ويل شو...
-
نن ماښام (2006-11-26) د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د لويې څارندوالۍ مرستيال جنرال محمد نادر "حميد" په ننګرهار کې د نورو څلورو (4) تنو د نيول کېدو خبر ورکړ. هغه وويل (د ننګرهار د برېښنا پخوانى رئيس انجينير معراج الدين، د ګمرک دوه (2) تنه مامورين او د سرحدي لواء يو تن افسر احمد الله د ل...