ملک سلمان بنسټ هرات کې پر زلزله ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل

د سعودي عربستان د پاچا  ملک سلمان خيريه  بنسټ  په  مالي لګښت  د هرات ګلران ولسوالۍ کې  پر سلګونو  زلزله ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل.
دا مرستې د تېر په  څېر د افغاني سرې مياشتې  په  همکارۍ تېره ورځ 2023-11-27 د ګلران ولسوالۍ د طوطی چی، شور غزل غور، سنګ سفید، قشوری سفلی، مرکز، چاه حاجي بور، چاه عبدالقدوس، چاه میرزا ابراهیم علیا، چاه میرزا ابراهیم سفلی، چاه میرزا ابراهیم وسطی، چاه تور لالی، چاه حاجي نظام، چاه نور ماه جان، چاه عزیزالله، چاه ارباب نعیم، چاه شاه ولي، چاه تاري ها، قلعه ګرګ، چاه رشید، تلختان او د ګلران د مرکز کلیو پر 1000 کورنيو وويشل شوې.
په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، لوبیا، خرما، وریژې او بوره شامل وو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ملک سلمان بنسټ د مسئولينو ترڅنګ  د افغاني سرې مياشتې استازو او سيمه ايزو چارواکو ګډون درلود.
ملک سلمان خيريه بنسټ د هرات زلزله ځپلو کورنيو سره د 15750 خوراکي کڅوړو  مرسته اعلان کړې چې په څو پړاونو کې به وويشل شي.
پای        

تاسې شاید دا خوښ کړئ