ميدان وردګو کې پر دوه زره کورنيو د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه

د ميدان  وردګو  په  ولايت کې د سعودي عربستان د پاچا  ملک سلمان خيريه بنسټ  له لوري پر دوه  زره بې وزلو کورنيو د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه.
دا لړۍ  تېره ورځ 2023-09-27 د ميدان وردګو ولايت مرکز ميدان ښار کې پيل شوې. .
د پلان له مخې پرون  ورځ ميدانښار کې پر زرو کورنيو د خوراکي توکو کڅوړې  وويشل شوې.
همدا راز به د دغه بهير په ترڅ کې نن پنجشنبه  او سبا جمعه  په چک او نرخ ولسواليو په جلا جلا ډول   پر  پنځه- پنځه سوه کورنيو د خوراکي توکو کڅوړې وويشل شي.
په دې کڅوړو کې شپږ قلمه خوراکي توکي شامل دي چې  څلوېښت کېلو وړه، پنځه لېتره غوړي، پنځه کېلو لوبيا، پنځه کېلو وريجې، پنځه کېلوبوره، او دوه کيلو خرما ده.
دا مرستې د تېر په څېر د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي لګښت د اسلامي همکاريو سازمان په تخنيکي همکارۍ  د افغاني سرې مياشتې ټولنې تر رهبرۍ لاندې ويشل کيږي.
ملک سلمان خيريه بنسټ څو مياشتې مخکې پر  47400 بې وزلو کورنيو د خوراکي توکو د شپږ قلمي کڅوړو  د ويش  يوه  ستره  پروژه پيل کړې چې دوه پړاوه يې بشپړ شوي او درېم  او څلورم  پړاو  يې څو ورځې مخکې پيل شوی چې په څوارلسو ولايتونو کې به دوام وکړي.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ