سږ کال MSF باميانو کې اته نوي روغتيايي مرکزونه پرانيستي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې سږ کال يې د باميانو ولايت په لېرې پرتو سيمو کې اته نوي روغتيايي مرکزونه پرانيستي دي، د کومو سيمو اوسېدونکي چې لومړنيو روغتيايي مرستو تر لاسه کولو لپاره هم هڅې کوي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان يا MSF وايي چې د باميانو لېرې پرتو سيمو کې يې سږ کال اته نوي روغتيايي مرکزونه پرانيستي دي، د دې سيمو اوسېدونکي لا هم هڅې کوي چې مناسبو ابتدايي روغتيايي مرستو ته لاسرسی پيدا کړي.
د دې سازمان په وينا په تېر دوه زره او دوه ويشتم ميلادي کال کې، په باميانو کې څلوېښت سلنه ميندو خپل ماشومان په کورونو کې په داسې حال کې زېږولي چې هېڅ راز مسلکي مرسته ورسره نه وه.
دا ټولنه وايي په داسې حال کې د باميان په ولايت کې لېرې پرتو کليو ته رسېدګي کوي، چې د طالبانو له خوا له واک تر لاسه کولو وروسته د نړيوالو مرستو له بنديدو او افغان شتمنيو په کنګل کېدو سره د عامې روغتيا پر سيستم فشار زيات شوی، او د خلکو لپاره ستونزمنه ده چې روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی ولري.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ