سعودي  عربستان افغانستان سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ له افغانستان سره د سل ټنه (فاخره) خرما مرسته وکړه.

افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت په خپل ټويټر ليکلي چې دغه مرسته نن 2023-03-31 د جمعې په ورځ د افغانستان حکومت د سرې میاشتې ټولنې استازي غلام حبیب حسام ته، د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني کارونو د مرکز له خوا وسپارل شوه.

مرسته شوې سل ټنه خرما به د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو کې پر اړمنو او مستحقو کورنيو د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري وويشل شي.

که څه هم دا مهال سعودي عربستان له کابل څخه خپل سفارتي کارکوونکي ايستلي خو د افغانستان اروند چاري د اوس لپاره په اسلام اباد کې د خپل سفارت څخه پر مخ وړي.

د يادولو ده چې د ملک سلمان خيريه بنسټ تر دې مخکې هم له بې وزلو افغانانو سره بشرې مرستی کړې او همدا اوس يې د افغانستان پنځه ويشتو ولايتونو کې د اړمنو کورنيو سره د 47400 خوراکي کڅوړو د ويش دويم پړاو روان دی.

پای.

تاسې شاید دا خوښ کړئ