د پوهنې وزير: حکومت د نجونو ښوونځيو پيلولو ته ژمن دی

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزير وايي چې حکومت په هېواد کې له کوم خنډ پرته  د نجونو ښوونځيو پرانيستلو ته ژمن دی.
د پوهنې سرپرست وزير مولوي نور الله منير پرون 2022-01-17 د ناروې سفير اولي انډرس لينډمن (Ole Andreas Lindeman) سره کتلي.
د دې لېدنې په ترڅ کې د ښځو  د زده کړو، د استادانو د معاشاتو او د تعلیمي نصاب په اړه خبرې وشوې.
د يادې لېدنې پرمهال د پوهنې سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل،کله چې  د نجونو د تعلیم لپاره په کلتوري او دیني لحاظ یو مناسب چاپیریال برابر شي، اسلامي امارت  له اووم نه تر  دولسم ټولګي پوري  په رسمي ډول د هغوی د ښوونځیو پیل کولو ته ژمن دی.
نوموړي همدا راز د تعلیمي نصاب په برخه کې هم  یادونه وکړه او زياته يې کړه (په نږدې راتلونکې کې د نصاب د تغیر لپاره کوم عملي اقدام په نظر کې نشته، البته  په خپل وخت به د معمول مطابق د نصاب د تعدیل او غني کولو لپاره زمینه مساعدوي.)
د پوهنې سرپرست وزير  د استادانو د معاشاتو په برخه کې څرګنده کړه چې  د اسلامي امارت له راتګ وروسته د استادانو د څو میاشتو معاشات اجراء شوي دي او د نورو میاشتو د معاشاتو د اجراء  لپاره هم کار  روان دی. 
په همدې حال کې د ناروي سفیر په خپلو خبرو کې د افغانستان  له تعلیمي نظام سره یې د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه .
بايد وویل شي چې دا مهال په يوشمير ولايتونو کې د ښوونځيو استادانو ته د تېرو څو مياشتو معاشونو ورکولو بهير روان دی او په دې لړ کې تر دې دمه زرګونو استادانو ته معاشونه هم ورکړل شوي.
طالبان وايي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره يې پر يوه طرحه کار روان  دی  چې په بشپړيدو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستلو ته لار برابره شي.
چارواکو که څه هم تر اوسه د ښوونځيو د پيلېدو دقيقه نېټه نه ده ښودلې خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم څو ورځې د مخه په يوه مرکه کې ويلي چې د نوې (1401) لمريز کال په پيل سره به  ټول هېواد کې د نجونو پرمخ  له اوم ټولګې څخه تر دولسمه پورې  ښوونځي پرانيستل شي.
دا مهال په هېواد کې يواځې له لومړي  ټولګې څخه تر شپږم  ټولګې پورې ښوونځي د نجونو پرمخ پرانيستي دي، او له اوم ټولګي څخه بيا تر دولسم ټولګې پورې د نجونو پرمخ ټول ښوونځي د طالبانو له راتګ سره تړل شوي او تر اوسه نه دي پرانيستل شوي.
نړيوالې ټولنې هم بار بار له طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې.
پای      

تاسې شاید دا خوښ کړئ