د هلمند والي بهرامچې ته سفر کړی

د هلمند والي د دې ولايت لرې پرتې او دپاکستان سره پر پوله پرته سيمې بهرامچې ته سفر کړی، له ولسونو سره يې په یوه غونډه کې د خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی، او له ولسونو يې له حکومت سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د والي په مشرۍ حکومتي پلاوي په دې ولسي غونډه کې د دې سیمي ولسونه د اسلامي امارت سره همکارۍ ته را وبلل او دغه راز يي ټولو مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د هلمند د بهرامچې دغه بازار صفري نقطې ته نږدې دی، له دي ځایه پاکستان او نورو هیوادونو ته د تجارتې مالونو وړل او راوړل ترسره کیږي، چې اوس يي امنیت ښه دی ، یو ځل بیا دغه بازار په خپل پخواني حالت کي دی او له ګڼي ګوڼي ډک دی.
د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب د دې سیمي په یو جامع جومات کي له خلکو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کي د سیمي یو دیني عالم خبري وکړې او د خلکو ستونزې او غوښتني يي پلاوي ته وړاندي کړې.
دوی په خپله سیمه کي د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د لا پرمختګ او ښو خدمتونو غوښتنه وکړه.
دغه راز يي څرګنده کړه چې د بهرامچې ولسونه د حکومت سره په ټولو چارو کې همکاريو ته ژمن دي.
د هلمند والي مولوی عبدالاحد طالب په دې غونډه کي د ټولو مسولینو وغوښتل، چي خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، او د خلکو امنیت برابر کړي، ترڅو ولسونه په ښه توګه خپل کاروبار پر مخ یوسي.
دغه راز يي له ځايي اوسیدونکو د اسلامي نظام سره د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه د هلمند د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس عبدالحي عمري هم وینا وکړه، ده وویل هڅه باید دا وي، چې ټول خلک پر اسلامي عقیده سنبال شي، په خپلو ځانونو کې اصلاح راولي او خپلي ټولي چاري له شریعت سره برابرې کړي. 
د یا دوني وړده چي د هلمند والي او ورسره پلاوي يي د دې ولایت په شمالي او جنوبي ولسوالیو کې غونډې ترسره کړي دي، او همدارنګه يي د خلکو غوښتني او ستونزي له نږدې اوریدلي دي.
بهرامچه د هلمند ېوه لرې پرته سيمه ده، چې د جمهوريت په ټوله دوره کې پخواني حکومت په دې سيمه بشپړ واک تر لاسه نه کړ، او د تل لپاره د طالبانو په لاس کې وه.
په بهرامچه کې د رخام ډبرې کانونه شته، چې پخوا يې پاکستان ته د قاچاق په اړه خبرونه ورکول کېدل.
دا سيمه د پاکستان سره ګډه پوله لري.
د يادولو وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لومړي ځل د هلمند والي لرې پرتو سيمو لکه بغني او باغران ته سفرونه و کړل، له ولسونو سره يې وکتل، او د حکومت له اړخه يې د هر ډول خدماتو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ