کندهار ښار کې درې تنو ته مرګ ژوبله ورسېده

د کندهار په دوه جلا جلا سيمو کې درې تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې، چې دوه يې ملکي وګړي دي.
د کندهار له ښار څخه باخبرو سرچينو افغان اسلامي اژآنس ته وويل چې نن ماښام 2021-11-26  وسله والو کسانو د ښار په لومړۍ امنيتي حوزه د شهيدانو په څلور لارې کې د طالبانو پر امنيتي ګزمه بريد وکړ، چې طالبانو ته زيان نه دی رسېدلی، خو دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
بريدګر د تېښتې پر مهال په دوهمه حوزه کې له نورو امنيتي منسوبينو له خوا په نښه شوي، چې يو يې وژل شوی، او يو بل ژوندی نيول شوی دی.
ولايتي ادارې په دې اړوند څه نه دي ويلي، او نه هم د بريد مسئوليت چا منلی.
کندهار هغه ولایت دی چې د طالبانو تحريک ورڅخه روحاني الهام اخلي، په هغه ځای کې هيڅ مخالف وسله وال ګوند شتون نه دی اعلان کړی، خو څو ورځې مخکې طالبانو اعلان وکړ چې د کندهار په شپږو سيمو کې يې د داعش مرکزونه په نښه کړي ګڼ شمېر يې وژلي، او نيولي دي.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ