ننکرهار کې د داعش پنځوس غړي تسليم شول

ننکرهار کې د داعش پنځوس غړي تسليم شول

دملی امنيت رياست وايې چې ننګرهار ولايت کې د داعش پنځوس تنه وسله وال  د قومي خلکو په منځګړتوب اسلامي امارت ته تسليم شوي دي. 

د يکشنبې په ورځ 2021/10/24د ننګرهار ملي امنيت رياست چارواکو وويل چې ياد ولايت کې د داعش ډلي پنځوس تنه وسله وال اسلامي امارت ته تسليم شوی او ژمنه يې کړي چې راتلونکی کې به هيڅ ډول نظام فعاليت نه کوي. 

افغان اسلامي اژانس ته رارسيدلي خبر وايې چې اسلامي امارت دغه پنځوس تنه چې پخوا يې دداعش په ليکو کې وسله وال فعاليت کوو د قومي مشرانو په منځګړتوب په يو شمير مهمو شرطونو بښلي خو که چرته دغه کسانو له منلو شرائطو سرغړونه وکړه نو ورسره به قانونی چلند وشي.

په دې تړاو جوړي شوي غونډي ته د ننګرهار د ملي امنيت رئيس ډاکټر بشير وويل چې شاوخوا پنځوس (50) داعشيان  چې د دغه ولايت د هسکې مېنې او کوز کونړ ولسواليو اوسېدونکي وو او د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې يې د داعش په ليکو کې فعاليتونه کول د قومي مشرانو په منځګړتوب دوی ته تسليم شول.

هغه زياته کړه: (( دا کسان په دې شرطونو بښل شوي چې په تېرو کړنو به بښنه غواړي،هېڅ ډول نظامي وسايل او وسايط به هم نه استعمالوي او ارتباطي وسايل به يې نه کاروي، بيا به يو ځای نه راټولېږي که راټولېږي نو اسلامي امارت ته به خبر ورکوي، دوی چې له خپل کلي بل ځای ته ځي نو ځايي چارواکي به په جريان کوي.))

ډاکتر بشير وويل که ياد کسان له دغو شرطونو سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره کېږي 

د ننګرهار د ملي امنيت رئېس په ننګرهار او ټول افغانستان کي د اسلامي امارت وسله والو مخالفينو باندي غږ وکړ چې د اونسي وخت څخه فرصت واخلي کنه نو په وړاندې به يې قانوني اقدام وشي.

په ورته وخت کې  حکومت ته تسليم شوي داعشيان وايي، دوي په تېرو کړنو پښيمان دي او ډاډ ورکوي چې راتلونکي کې به هېڅ دولت ضد فعاليت نه تر سره کوي او ورته د وضع شويو پاليسيو له مخې به ژوند کوي.

بايد وويل شي چې د طالبانو د اسلامي امارت د راتګ څخه وروسته دا لمړي ځل دي چې په دومره اندازه د وسله والو مخالفينو يوه ډله اسلامي امارت ته تسليم شوي ده.

پاي      س/ا    (ازا)                 (15:28 GMT )

تاسې شاید دا خوښ کړئ