د يو ديني عالم په ګډون درې تنه وژل شوي

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد په مربوطاتو کې درې تنه وژل شوي، چې يو يې ديني عالم دی
په ننګرهار کې د افغان اسلامي اژانس سرچينې وايي چې نن سهار 2021-10-24 د جلال اباد په حلقوي سرک دوه جسدونه موندل شوي، چې يو يې ځوړند کړی او اعدام شوی دی، او بل په ډزو وژل شوی دی.
په وژل شويو کسانو کې يو تن نجيب الله نوميږي، چې په زاهد خراساني شهرت لري، او اصلاً د شيرزادو د توتو د کلي اوسيدونکی دی، چې اوس يې د جلال اباد ښار د غوچک په سيمه کې ژوند کاوه.
دوهم تن صفي الله نوميږي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسيدونکی دی، او اوس يې د جلال اباد ښار په لسمه وياله کې ژوند کاوه.
له هغوی سره يو ليک هم پروت دی، چې د دوی پېژندګلو پکې ليکل شوې ده.
چارواکو څه نه دي ويلي، خو په دې ډول ډېر وژل شوي کسان د داعش اړوند دي.
له بلې خوا وسله والو کسانو د جلال اباد ښار د قصبې په سيمه کې يو ديني عالم وژلی دی.
وژل شوي تن د قصبې د محمديه په نوم ديني مدرسې مسجد کې  د امامت چارې پر مخ وړلې، چې تېر ماسختن په هماغه سيمه کې وژل شوی.
د بريد مسئوليت چا نه دی منلی، نه هم چارواکو څه ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جلال اباد په ښار کې درې بريدونه وشول، چې مرګ ژوبله يې هم درولودله، او لږ تر لږه د يو بريد مسئوليت يې داعش منلی، او ادعا یې کړې، چې يو طالب يې وژلی دی.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ