په يوه ديني مدرسه کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

د خوست په مرکز کې په يوه ديني مدرسه کې چاودنه شوې، چې ځاني زيان لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي افغان اسلامي اژانس ته وويل چې نن ماښام 2021-10-06 د خوست د مرکز اړوند د (ډيري) سيمه په مظهر العلوم  مدرسه کې د چاودنې له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله ورسېده.
هغه زياته کړه يو لاسي بم په خپله يو مجاهد وچاوديد، چې له کبله يې يو تن په شهادت ورسېد، او درې (3) نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينې سرچينې د پنځلس تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ