کابل کې په ۲۰۰۰ کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشتل شوې
د هېواد په پلازمېنه کابل کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري په دوه زره اړمنو کورنيو د ډول ډول خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن 2026-04-11 د کابل په ښار کې د یو لړ مراسمو پر مهال د تر سره شوې سروی تر مخې د چارواکو په حضور کې ووېشل شوې.
مراسمو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ پر مسئولينو سربېره د کابل ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د ادغام مجدد مسئول مولوي شير محمد فياض او په کور دننه بې ځايه شويو د چارو امر مولوي محمد اسحق رحماني هم ګډون کړی و.
مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل چې دا مرستې په داخلي بېځايه شويو، راستنو شويو کډوالو، يتيمانو، معيوبينو او بې وزلو کورنيو د يوې شفافې پروسې له لارې وېشل شوي دي.
په مرسته شويو توکو کې غوړي، اوړه، بوره، لوبيا او وريژې شامل دي چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوي.
ملک سلمان خيريه بنسټ د افغانستان په کچه پر اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د ويش يوه ستره پروژه پيل کړې چې تر دې دمه په ګڼو ولايتونو کې دغه مرستې پر زرګونو کورنيو ويشل شوي او لا هم دوام لري.
پای







