د ملک سلمان مؤسسې فارياب کې په ۲۰۰۰ کورنيو مرستې ووېشلې
د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د فارياب ولايت په مرکز ميمنه او د دې ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې په دوه زرو راستنو شويو کډوالو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د سه شنبې په ورځ 2026-01-13 د فارياب ولايت په مرکز ميمنه او د همدې ولايت د پښتونکوټ په ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ د ولايتي مسئولينو په ګډون سره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
د پيل په مراسمو کې د ياد بنسټ پر مسئولينو سربېره د فارياب د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس حاجي داملا سيف الدين جهادي، د ولايت مقام استازي مولوي غلام حيدر صديقي، قومي مخورو، او په دې وروستیو کې هېواد راستنو شويو کډوالو ګډون کړی و.
ولايتي مسئولینو د ملک سلمان خيريه بنسټ څخه د دې مرکز د دوامدارو مرستو او همکاريو مننه وکړه.
د دې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکول کېږي، چې مالي ملاتړ يې د ملک سلمان بنسټ او د توحيد مؤسسه يې تخنيکي چارې پر مخ وړي.
د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې ياد بنسټ په بدخشان او کندوز ولايتونو کې هم په ورته ډول مرستې وېشلې وې.
ملک سلمان خيريه بنسټ له کلونو راهيسې په هېواد کې خېريه خدمات وړاندې کوي، او په دې وروستيو کې يې په زرګونو هغو کورنيو هم د اړتيا وړ توکي وېشلي، چې تازه له نورو هېوادونو څخه راستنې شوي دي.
پای







