جوزجان کې پر راستنو شويو کډوالو د ملک سلمان بنسټ  مرستو د ويش پروسه پيل شوه

د جوزجان په ولايت له ايران او پاکستان څخه پر راستنو شويو سلګونو کډوالو کورنيو د ملک سلمان خيريه بنسټ د خوراکي توکو د مرستو ويش پروسه پيل شوه.
دا پروسه نن 2026-01-10 د جوزجان مرکز شبرغان کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه چې په ترڅ کې به يې شبرغان او فيض اباد ولسوالۍ کې له ايران او پاکستان څخه پر 1000 راستنو شويو کډوالو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شي.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د جوزجان د مهاجرينو رئيس مولوي امان الله طلحه، د ملک سلمان خيريه بنسټ او توحيد مؤسسې استازو ګډون درلود.
دا مرستې د تېر په  څېر  د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ  او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ويشل کيږي چې نن او سبا به دوام ولري.
په مرسته کېدونکو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وريژي، لوبيا او بوره شامل دي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم نوموړي خيريه  بنسټ په بېلا بېلو ولايتونو کې هېواد ته په راستنو شويو سلګونو کډوالو او زلزله ځپلو کورنيو دا مرستې ويشلي او په راتلونکې کې به يوشمير نورو ولايتونو کې هم وويشل شي.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ