بغلان کې پر دوه زره کورنيو د خوراکي توکو ويش پيل شو

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ  بغلان کې پر دوه زره کورنيو د خوراکي کڅوړو د ويش بهير پيل کړ.
په دې اړه نن 2025-11-11 د بغلان مرکز پلخمري کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست کې يو لړ مراسمو جوړ شوي وو چې پکې د اړوند رياست، ملک سلمان خيريه بنسټ او توحيد مؤسسې مسئولينو برخه اخيستې وه.
د خوراکي توکو يادې کڅوړې چې پنځوس کيلو اوړه، پنځه کيلو وريجې، پنځه کيلو لوبيا، پنځه لېتره غوړي  او پنځه نيم کيلو بوره پکې شامل دي د بغلان مرکز  پلخمري کې 2000 راستنو شويو ، داخلي بېځايه شويو او نورو بې وزلو او اړمنو کورنيو ته د شفافې سروی له مخې ورکول کيږي.
پر دې مهال د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس مولوي محمد ابراهيم عمري د ملک سلمان خيريه بنسټ له يادې مرستې څخه مننه وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې د نوموړي بنسټ مرسته به په شفاف ډول مستحقو کورنيو ته وويشل شي.
د يادولو ده چې د خوراکي توکو يادې مرستې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د کډوالو چارو وزارت تر څارنې لاندي ويشل کيږي.
د دې مرستو يوه برخه څه موده مخکې په تورخم او  هرات کې هېواد ته پر راستنو شويو کډوالو او همدا راز مشرقي ولايتونو کې پر وروستيو زلزله ځپلو کورنيو ويشل شوي.
پای    

تاسې شاید دا خوښ کړئ