- 29 Oct 2025
- 298
هرات کې پر سلګونو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشل شوې
هرات کې له ايران څخه پر تازه راستنو شويو 1000 کورنيو د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن 2025-10-29 په هرات کې د کډوالو چارو رياست د سرپرست مولوي مولوي عبدالحميد ظهير په حضور کې وويشل شوې.
دغه مرسته چې ډول ډول خوراکي توکي پکې شامل دي د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي لګښت او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
تر دې مخکې هم په ورته ډول د ملک سلمان خيريه بنسټ مرستې په هرات، تورخم او نورو ځايونو کې اړمنو کورنيو ته ويشل شوي دي.
پای
تاسې شاید دا خوښ کړئ
-
په ترکيه کې د افغانستان سفارت روغتیایي اتشې دوکتور فضلالله سیرت په دغه هېواد کې د انتالیا د روغتیايي ...
-
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال لپاره د پولیو واکسین...







