ملک سلمان بنسټ ختيځ کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستو بل پړاو پيل کړ
د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د هېواد په ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شويو دوه زره کورنيو ته د مرستو وېشلو لړۍ پيل کړه، چې دا پروژه به په درې ولايتونو کې تطبيق شي.
د تفصيلاتو تر مخې تېره ورځ 2025-10-01 د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د افغاني سرې مياشتې سره په همغږۍ او د النور خيريه بنسټ په تخنيکي مرسته دوه زره زلزله ځپلو کورنيو ته د خېمو په ګډون نورو مرستو وېشلو لړۍ پيل کړه.
د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد په ختيځ کې د افغاني سرې مياشتې د زون رئیس قمر ګل نصرت، د کونړ لايتي مسئول مولوي عبداللطيف ثابت، او د افغاني سرې مياشتې سلاکار محمد هاشم ظاهري ګډون کړی و.
د افغاني سرې مياشتې مسئولينو وويل چې په لومړي سر کې دا پروژه د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره سيمه کې پيل شوه.
په کونړ کې څوارلس سوه کورنيو، د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې درې نيم سوه کورنيو او د لغمان په ولايت کې به دوه نيم سوه کورنيو ته دوه زره خيمې، دوه زره د پخلنځي بستې، او لس زره کمبلې وېشل کېږي، چې په راتلونکو ورځو کې به د ټاکلي پروګرام تر مخې دا پروژه پلې شي.
د ويلو ده چې د زلزلې له پېښېدو سره سم ملک سلمان بنسټ د مرستې لړۍ پيل کړې، چې تر اوسه يې زرګونو زيانمنو خلکو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته کړې، او دا لړۍ لا دوام لري.
پای






