د ملک سلمان بنسټ له خوا په ۱۰۰۰ زلزله ځپلو خوراکي توکي وويشل شول

د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ له خوا د زلزله ځپلو سره د شويو مرستو لومړۍ جوپه د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ ته ورسېده، او په لومړي پړاو کې زرو کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.
د سه شنبې په ورځ 2025-09-16 د ملک سلمان بنسټ او د هېواد په ختيځ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسئولين د مرستو د لومړۍ جوپې سره د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ ته ورسېدل، او د دې ولسوالۍ په زرو کورنيو چې وروستۍ زلزله کې يې زيان ليدلی و، خوراکي توکي وويشل.
دا زر کورنۍ د يادې ولسوالۍ د (شوکيالي، سُتن او مچکندول) له هغو سيمو څخه دي، چې وروستې زلزلې خورا زياتې زيانمنې کړي دي.
په دې توکو کې اوړه، وريژې، لوبيا، بوره او غوړي شامل دي، چې د ياد بنسټ او افغان مسئولینو له خوا اړمنو کورنيو ته ورسول شول.
په ننيو مراسمو کې په ننګرهار ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي فضل الرحمن فياض ګډون کړی و، او د ملک سلمان بنسټ له مرستو څخه يې مننه وکړه.
د افغاني سرې مياشتې په وينا د ننۍ وېشل شوې مرستې ټول وزن اويا اعشاريه پنځه ټنه دی، او هرې کورنۍ ته اويا اعشاريه پنځه کيلو توکي ورکړل شوي دي.
د ويلو ده چې د اګست د مياشتې د وروستۍ نېټې سختې زلزلې د هېواد په ختځ ولايت کونړ او ننګرهار کې تر ټولو زيات زیان اړولی ، او د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې يې سلګونه کورونه ويجاړ کړي، او د پام وړ مرګ ژوبله اړولې وه.
له زلزله ځپلو سره لا هم د مرستو لړۍ روانه ده، چې هلته موقت کمپونه، روغتيايي مرکزونه، د مرستو لپاره ساحې او ان د رواني درملنې لپاره ټيمونه ګومارل شوي دي.
په ياده زلزله کې نږدې شپږ زره تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ