ملک سلمان بنسټ د هېواد ختيځ کې د زلزله ځپلو سره ۳۰۰۰ بستې خوراکي توکو مرسته وکړه

د سعودي عربستان  د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا په کابل کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې ته  د خوراکي توکو درې زره بستې د هېواود په ختيځ کې دوروستۍ زلزلې د متضررينو سره د مرستې په موخه وسپارلې.
په همدې موخه نن 2025-09-03 د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ شهاب الدين دلاور، کابل کې د سعودي عربستان سفير فيصل بن طلق البقمي او د ملک سلمان خيريه بنسټ کارکونکو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې سرې مياشتې ته د مرستندويه توکو درې زره بستې وسپارل شوې، چې هره بسته کې پنځوس کيلو اوړه، پنځه کيلو وريژې، پنځه کيلو لوبيا، پنځه نيمې کيلو بوره او پنځّ ليتره غوړي شامل دي.
دا مرسته د هېواد په ختيځ کې د زلزله ځپلو سره شوې، چې د سرې مياشتې له لارې به تطبيق شي.
بايد وويل شي چې ملک سلمان بنسټ له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته بحراني حالاتو او طبيعي پېښو پر مهال د هېواد بيلا بيلو سيمو کې له اړمنو خلکو سره پر وخت مرستې کړي دي.
پای   

تاسې شاید دا خوښ کړئ