سعودي عربستان د افغانستان پوهنې وزارت سره مرسته وکړه
03-06-2020
سعودي عربستان د افغانستان د پوهنې وزارت سره د پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت د بېلا بېلو توکو او موټرو مرسته وکړه.
دا مرسته نن 2020-06-03 په کابل کې د سعودي عربستان سفير جاسم محمد الخالدي له لورې  د افغانستان د پوهنې وزير ډاکتر محمد ميرويس بلخي ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ملک سلمان  خيريه  بنسټ استازي هم برخه درلوده.
له معارف ورازت څخه افغان اسلامي اژانس ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان له لورې په مرسته شويو توکو کې د عربي زده کړې 99 زره ټوکه کتابونه، د دفتر تجهیزات او اته عرادې موټر شامل دي.
ډاکتر ميرويس بلخي له دې مرستو څخه مننه وکړه.
د سعودي سفير د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې  هیواد به يې  افغانستان  سره د معیاري ښوونې او روزنې برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.
وزارت وايي چې نوموړي کتابونه به په لومړي قدم کې  په ننګرهار، هرات او نږدې ولایتونو کې توزيع شي او د امکان تر حده به هڅه وشي چې نوموړي کتابونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته هم ورسول شي.
سعودي عربستان يو له هغه هېوادونو  څخه دی  چې په تېرو څو کلونو کې یې له افغانستان سره ميلونونه ډالر وړيا مرستي کړي دي.
سعودي عربستان څو ورځې وړاندې له افغانستان سره په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدونکو له بهير څخه د ملاتړ په موخه ديرش ميلونه ډالر وړيا مرسته هم ترسره کړه.
دا مرستې به د افغانستان حکومت او د کډوالو د نړيوالې ادارې په ګډه همغږۍ په خپله خوښه  راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتياوو په برابرولو  مصرف شي.
پای        
 
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
 
د هوا پېشګويي