د کډوالو وزارت سره د لسګونه ټنو خرما مرسته وشوه
21-05-2020
ملک سلمان خيريه بنسټ د افغانستان له کډوالو او بېرته راستنېدونکو  وزارت سره د خوراکي  توکو د مرستو په لړ کې تازه د يو سل او پنځوس "150"  ټنه خرما مرسته وکړه.
دا خرما نن 2020-05-21  په کابل کې د سعودي عربستان سفارت تر څارنې لاندې د کډوالو وزارت رهبرۍ  ته په يو لړ ځانګړو  مراسمو کې رسماً وسپارل شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو  وزير سيد حسين عالمي بلخي، په کابل کې د سعودي عربستان سفير جاسم محمد الخالدي، د کابل ولايت مرستيالې حنيفه ګريوال او د ملک سلمان خيريه بنسټ استازو برخه درلوده.
مراسم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په انګړ کي نيول شوي وه.
د ملک سلمان خيريه بنسټ له مطبوعاتي دفتر څخه افغان اسلامي اژانس ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد خرما به د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې پر بې وزله او مستحقو کورنيو وويشل شي.
د نوموړي بنسټ استازې ډاډ ورکوي چې له افغان ولس سره به يې مرستې د تېر په څېر دوام ولري.
ملک سلمان خيريه بنسټ په کابل کې د سعودي عربستان هېواد يوه غير دولتي اداره ده چې د افغانستان د ښوونې روزنې او روغتيا سکتورونو  په ګډون بېلا بېلو برخو کې له افغان دولت او عامو افغانانو سره وړيا مرستي کوي.
دې ادارې تر دې مخکې هم له بې وزله افغانانو سره د خوراکي او غير خوراکي  توکو پرېمانه مرستي کړي چې افغان دولت او عام افغانان يې له  مرستو مننه کوي او د دې بنسټ فعاليتونو ته په نيک نظر ګوري.
پای         
 
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
 
د هوا پېشګويي