ملک سلمان خیره بنسټ له سلګونو يتيمانو سره مرسته وکړه
07-11-2019
په کابل کې يو غير دولتي (ملک سلمان خيريه بنسټ) مرستندويه ادارې د  (دعم  و رعایة الأيتام في أفغانستان) تر عنوان  لاندې  پروژې د پلي کولو په ترڅ کې  له سلګونو بې وزله  يتيمانو سره د اړتيا وړ توکو مرسته وکړه.
د  پنجشنبې 2019-11-07 په ورځ له ياد بنسټ  څخه افغان اسلامي اژانس ته  په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د افغانستان  د کار او ټولنیزو  چارو وزارت  سره په همغږۍ چې ټول ارزښت يې دوه سوه نهه څلوېښت زره "249000" امريکا  ډالر کيږي په وردګو،. کابل، ننګرهار، کونړ او لوګر ولايتونو کې پر اته  سوه شپږ نوي896  يتيمو زده کوونکي وويشل شوه.
په مرسته شويو اجناسو کې خوراکي توکي، جامې، تعلیمي بکسې او يوشمير نور اړين شيان شامل دي.
سرچينې ويلي چې د يادې پروژې د پلې کېدو  په موخه څو ورځې وړاندې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې يوه غونډه  ترسره شوه.
په ياده غونډه کې د کابل لپاره د سعودي عربستان سفير جاسم محمد الخالدي، د ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات، د دې وزارت   مرستيال غلام حيدر جيلاني او د ملک سلمان خيريه بنسټ رئيس فهاد سعد القحطاني او ګڼو نوور مسئولينو حضور درلود.
غونډې ته سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د سعودي عربستان او  په ځانګړي ډول د ملک سلمان خیره بنسټ له   بشردوستانه مرستو  مننه  وکړه  او سعودي عربستان یې د افغانستان یو ښه دوست هیواد وباله.
په غونډه کې همدا راز  د سعودي عربستان سفیر  جاسم محمد الخالدي  هم  خبرې وکړې.
نوموړي افغانستان او سعودي  عربستان دوه اسلامي دوست هېوادونه ياد کړل او ژمنه يې وکړه چې  په راتلونکي کې به هم له اړمنو افغانانو سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام  ورکړي.
خبرپاڼه  همدا راز وايي چې د ملک خيريه بنسټ د دې مرستې په لړ کې  به کابل کې د دارالامام مالک، د جلال آباد دارالایتام او کونړ کې د دارالارقم دارالایتام  هم  بيا ورغورل شي او د دې ترڅنګ به  کابل،  وردګو، لوګر، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د  دارالایتامونو پر ښوونکو او کارکوونکو درې سوه اته شپېته کارتنه  خوراکي توکي هم وويشل شي.
بايد وويل شي چې له دې وړاندې هم ملک سلمان خيريه بنسټ له اړمنو افغانانو سره په بېلا بېلو برخو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستي کړي  چې  ارزښت يې سلګونه زره ډالرو ته رسيږي.
پای           
 
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
 
د هوا پېشګويي