د دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران بلخ ته ورسېدل
15-03-2019
بلخ  ته د حکومت له لورې د نوي امنيه قوماندان  ور ليږلو پر سر د دولتي ځواکونو او د عطاء محمد نور د وسله والو ترمنځ  د رامنځته شوې تاوتريخوالي وروسته د افغانستان د  ملي دفاع  او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيران دغه ولايت ته ورسيدل.
د جمعې 2019-03-15 په ورځ د ملي دفاع  وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل  چې اسدالله خالد او مسعود اندرابي د يو لوړ پوړي هېئت په مشرۍ بلخ  ته رسيدلي.
خبرپاڼه زياتوي چې اسدالله خالد او مسعود اندرابي له ملګري هيئت  سره د بلخ ولايت مقام ته رسيدلي او ټاکل شوې چې په دې ناسته کې استاد عطاء محمد نور هم ګډون وکړي. 
سرچينې  په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
خو ويل کيږي چې اسدالله خالد او مسعود اندرابي  به بلخ کې د راپېښ شوې جنجال په اړه له سيمه ايزو چارواکو او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور سره له نژدې وګورې او د ستونزې د حل په موخه به ورسره هراړخيزه خبرې وکړې.
کورنيو چارو وزارت د بلخ  لپاره عبدالرقيب مبارز د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاکه خو کله چې هغه  تېره ورځ  بلخ  ته له ځانګړو ځواکونو سره  ورسېد، د بلخ  د پخواني والي عطاء محمد نور د وسله والو له لورې يې مخه ونيول شوه چې وروسته بيا د دې جنجال په لړ کې د دواړو لوريو ترمنځ څو ساعته سختې ډزې  تبادله  شوې.
بلخ  ته د عبدالرقيب مبارز سره تللو ځانګړو ځواکونو امنيه قومانداني ونيوله او نوموړی يې رسما د بلخ د امنيه قوماندان په توګه معرفي کړ.
کورنيو چارو وزارت ويلي چې د تېرې ورځې ډزو په تړاو يې پنځه ويشت غير مسئول وسله وال نيولي او د نورو د نيولو هڅې رواني دي.
په پرونۍ جګړه کې ځاني زيان هم اوښتی، د بلخ د ولايتي روغتون مسئولينو ويلي اتلس "18" تنه ټپيان شوي چې لس يې پوليس او اته ولسي وګړي دي.
د بلخ د تېرې ورځې پېښې له ځان سره سخت کورني او بهرني غبرګونونه هم درلودل.
د بلخ  پخواني والي عطاء محمد نور ويلي چې د امنيه قوماندان بدلول د ارګ دسيسه ده خو کورنيو چارو وزارت بيا دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې بلخ ته يې امنيه قوماندان د دغه ولايت د امنيت د خرابېدو له امله بدل کړی او دغه چاره د کوم قوم او يا شخصيت پرضد دسيسه نه، بلکه دا په دولتي ارګانونو کې يو اصل دی.
د بلخ پخوانی امنيه قوماندان د عطاء محمد نور له پلويانو څخه دی او نوموړی يې پر دنده پاتې کېدل غواړي.
پای       
 
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
 
د هوا پېشګويي