د افغان اسلامي اژانس لنډ تاريخ
14/04/2013

 

د افغان اسلامي اژانس لنډ تاريخ

کله چې د ١٣٥٨ هـ ش کال د جدي په شپږمه ( 1979 دسمبر په اوه ويشتمه ) نېټه د پخواني شوروي اتحاد سرو فوځونو په افغانستان يرغل وکړ نو له يوې خوا د افغانستان ملت د سرو فوځونو پر ضد ملي قيام پيل کړ او هر ځاي يې د شوروي يرغلګرو پر ضد د جهاد او ازادۍ بيرغونه هسک کړل. او له بلې خوا روسي عسکرو په خورا بېرحمۍ سره د خلکو د پاڅون او د مجاهدينو د مقاومت د ځپلو لپاره د نيولو او زورولو څخه تر بمبارېو او عامه وژنو پورې ډول ډول  مظالم پلي کړل .
مجاهدينو به په روسانو ګزارونه کول ، قربانۍ به يې ورکولې او په سرو وينو به يې د تاريخ نوى باب ليکلو او په مقابل کې به يې روسانو د تاريخ پر مخ د زور او ظلم داسې تور داغونه کېښودل چې په اورېدو سره به يې د سړي غونى زيګېدلو.
خو په داسې حساسو شېبو کې چې د يوې لويې امپراطورۍ نړېدل پيل شوي وه بيا هم د افغانستان د پېښو د خپرولو لپاره هيڅ ډول ازادې او خپلواکې نشراتي ادارې موجودې نه وې. يواځې د شوروي اتحاد رسمي اژانس ( تاس TASS ) او د دوي لويه ورځپاڼه ( پراودا Pravda) او هم د افغانستان د حکومت رسمي اژانس (باختر) به کله کله د پېښو په هکله خبرونه ورکول چې د ازادۍ د لارې اتلان به يې د " بسمچيانو " او " اشرارو " په نومونو يادول .
د همدې مبرم او اساسي ضرورت له امله د 1982 مېلادي کال د اګست په مياشت کې محمد يعقوب " شرافت " چې د شوروي يرغلګرو قواوو پر ضد د مبارزې په کاروان کې يې لا د مخه قدم ايښى و په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس په نوم د يوې خبري ادارې بنسټ کېښود چې د١٣٦١هـ ش کال د وږي په لسمه نېټه ( 1982 کال د سپتمبر په لمړۍ نېټه ) يې په کار پيل وکړ.
هغه وخت چې د داسې ادارې جوړول يو ستر ضرورت ګڼل کېده د ډېرو خلکو په نظر دا يو عبث او غير ضروري اقدام و چې له همدې امله هيچا هم د دې ادارې سره همکاري نه کوله .
هغه مهال افغان اسلامي اژانس خبرونه په څه ډول ترلاسه کول؟
دا اژانس په داسې شپو او ورځو کې تاسيس شو چې افغانستان کې د خلکو مقاومت او د شوروي فوځونو مظالم ښه په زور کې وه نو له دې امله د افغانستان څخه د خبرونو د ترلاسه کولو سرچينې ډيرې کمې وې.
په پېښور کې د مجاهدينو تنظيمونو د مخابرو له لارې د خپلو جبهو سره تماس درلود نو په لمړۍ مرحله کې به اژانس خبرونه د مجاهدينو د ګوندونو څخه ترلاسه کول. خو يواځې دا بس نه وه. دا ځکه چې د مجاهدينو خبرونه خورا مبالغه اميز وه نو د دې تر خوا به افغان اسلامي اژانس د افغانستان څخه پېښور ته د رارسېدلو مسافرو، مهاجرو او مجاهدينو سره خبرې کولې او کوښښ به يې کولو چې رښتيني او واقعي معلومات ترلاسه او نشر يې کړي.
سربېره پر دې افغان اسلامي اژانس به هره ورځ د راديو کابل د شپې د اتو بجو خبرونه اورېدل او په اسلام اباد کې به يې مېشت بين المللي خبري ادارو ته د خپلو نورو راپورونو په څېر په وړيا توګه ورکول. چې د راديو کابل د شپې د خبرونو اورېدل د اژانس د يواځيني کارکوونکي الحاج شين ګل خان ( مدديار) پر غاړه و.
اژانس په کوم ډول خبرونه خپرول!
په دې مرحله کې اژانس هيڅ نه درلودل . د دې ادارې رئيس يواځې د يو بايسکل خاوند ؤ او په دفتر کې يې يواځې يو تلېفون درلود چې د تلېفون له لارې به يې ټولې پېښې پخپله په وړيا توګه اسلام اباد کې مېشتو بين المللي خبري اژانسونو لکه UPI, DPA, AFP, BBC, VOA, AP, Reuters او داسې نورو ته رسولې او هم به يې کوښښ کولو چې د افغانستان د جهاد خبرونه په پاکستاني مطبوعاتو کې خپاره شي.
لدې امله چې اژانس به همېشه رښتيا او سم معلومات خبري ادارو ته په واک کې ورکول د لږې مودې په تېرېدو سره نه يواځې دا چې شهرت يې ترلاسه کړ بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره به د نړيوالو خبري ادارو باور پرې نور هم زياتېدلو.
هغه مهال به د هرې سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې مېشتو لويديځو ديپلوماتانو د افغانستان په هکله ژورنالستانو ته معلومات ورکول او کله به چې ژورنالستانو ته معلومه شوه چې د ديپلوماتانو څخه څو ورځې د مخه افغان اسلامي اژانس يو خبر نشر کړى او اوس پرې ديپلوماتان د تصديق مهر لګوي نو يو ځل بيا به افغان اسلامي اژانس په خبري ادارو کې لوړ مقام ترلاسه کړ.
د ١٣٦٧هـ ش کال د سلواغې په شپږويشتمه نېټه ( 1989ء کال د فبرورۍ په پنځلسمه نېټه ) د افغانستان څخه د روسانو له وتلو وروسته د داکتر نجيب الله د رژيم پر مهال هم افغان اسلامي اژانس خپل کار ته دوام ورکړ او ورځ په ورځ به يې په ولايتونو کې د داکتر نجيب الله د رژيم د اداري واحدونو د سقوط په هکله خبرونه ورکول چې بالاخره د 1992ء کال د اپرېل په مياشت کې د داکتر نجيب الله رژيم سقوط وکړ او کابل د مجاهدينو په لاس کې پرېوت.
پر دې مهال افغان اسلامي اژانس لمړنۍ خبري اداره وه چې د 1992ء کال د اپرېل د مياشتې په څليرويشتمه نېټه د جمعې په ورځ د جُمعې د لمانځه څخه وروسته يې په پېښور کې د مجاهدينو د اوو لويو ګوندونو لخوا په کابل کې د نوې ادارې لپاره د شوې معاهدې او فارمولې خبر خپور کړ چې د هغې له مخې پوهاند صبغت الله "مجددي" د موقتې مودې لپاره د مجاهدينو د حکومت د لمړني جمهور رئيس په توګه وټاکل شو.او دا وياړ هم د افغان اسلامي اژانس په برخه دى چې د 1992ء کال د اپرېل په اته ويشتمه نېټه يې تر هر چا د مخه په کابل کې د مجاهدينو د حکومت د جوړېدو خبر خپور کړ چې په ګرده نړۍ کې د يو ډېر زيات مهم خبر په توګه خپور شو.
که څه هم د افغان اسلامي اژانس کارکوونکو دا هيله درلوده چې په افغانستان کې د سپيڅلي جهاد له برياليتوب څخه وروسته به د جګړو خبرونه مخ په کمېدو شي خو ډير ژر په کابل کې د مجاهدينو د څو تنظيمونو لخوا خپل منځي جګړې پيل شوې. چې بيا هم افغان اسلامي اژانس په ډېره بيړه او چټکتيا سره په کابل کې د روانو جګړو د خبرونو نشرول پيل کړل.
پر دې مهال دا يواځې افغان اسلامي اژانس و چې د کابل څخه به يې شېبه په شېبه سم او موثق خبرونه خبري ادارو ته په واک کې ورکول چې د افغان اسلامي اژانس د کار همدغه موده د دې اژانس د ډېر شهرت ګټلو مهمه دوره ګڼل کېږي.
مجاهدين لا په خپلو کې په غېږه وه چې د کندهار څخه پاکستان ته رسيدلي يو تن افغان اسلامي اژانس ته د طالبانو په نوم د يو تحريک د راپورته کېدو خبر ورکړ. د دې سره سم افغان اسلامي اژانس ته دا راپور هم راورسېد چې د طالبانو او سيمه ايزې ادارې ترمنځ په ( سپين بولدک ) کې سخته جګړه روانه ده. افغان اسلامي اژانس د خپلو اصولو سره سم دغه خبر له درې مختلفو سرچينو څخه تصديق کړ او د 1994ء کال د اکتوبر په دولسمه نېټه يې نشر ته وسپاره چې په دې ډول يې د لمړي ځل لپاره د افغانستان په سياسي او جنګي اُفق کې نړۍ ته د يو نوي تحريک د رااوچتېدو او د هغوي د جنګي عملياتو خبر ورکړ. چې هغه وخت د کندهار د يو څو نژدې سيمو څخه پرته هيچا ته هم د دې تحريک په هکله معلومات نه درلودل.
درې اونۍ وروسته د 1994ء کال د نومبر په اتمه نېټه افغان اسلامي اژانس خبر ورکړ چې طالبانو د کندهار ښار ونيو چې د ملا محمد عمر په نوم د يو پخواني مجاهد په مشرۍ کې يوه اته کسيزه شورى د ښار ټولې چارې پر مخ بيايي.
د طالبانو د تحريک د پيل څخه تر پايه افغان اسلامي اژانس په څه ډول خبرونه ترلاسه کول؟
له يوې خوا طالبانو د 1994 کال د نومبر په مياشت کې د کندهار د نيولو څخه وروسته په ډېره بيړه نورې سيمې نيولې او له بلې خوا په کابل کې د مجاهدينو د څو ګوندونو ترمنځ جګړې لا روانې وې چې په دې وخت کې افغان اسلامي اژانس د دواړو ډګرونو څخه د خبرونو د ترلاسه کولو هلې ځلې کولې.
خو دا مهال د طالبانو د فعاليتونو په هکله خبر ترلاسه کول ډېره ګرانه خبره وه دا ځکه چې نه خو د طالبانو سره د تماس لپاره کوم مخابروي نظام موجود و او نه د دې تحريک په هکله څه معلومات په لاس کې وه.
کله چې طالبانو په پېښور او کويټه کې دفترونه جوړ کړل نو افغان اسلامي اژانس به له دوئ څخه ځينې خبرونه ترلاسه کول خو بيا ډير وروسته افغان اسلامي اژانس په دې و توانېد چې نې غ په نېغه د تلېفون له لارې په کندهار کې د طالبانو له مرکز او هم د دوي د مخابرو څخه خبرونه ترلاسه کړي چې د دې تر خوا به افغان اسلامي اژانس د دوئ د مخالفينو څخه هم معلومات په لاس راوړل. ان تر دې چې کله کله به افغان اسلامي اژانس په تاجکستان او ازبکستان کې هم د شمالي ايتلاف سره د تلېفون له لارې تماس نيولو.
د طالبانو د راتلو څخه مخکې په افغانستان کې خبرونو هيڅ مرکزيت نه درلود. هر ځاي مستقلې ادارې موجودې وې هر چا به ځان ته دا حق ورکولو چې د جګړو ، پېښو او پاليسۍ په هکله خبرې وکړي نو لدې امله افغان اسلامي اژانس کوښښ کولو چې د هر سيمه ايز واکدار او قوماندان څخه د پېښو په اړه معلومات راټول او نشر ته يې وسپاري . خو کله چې د طالبانو تحريک پيل شو نو دا ستونځه تر ډيره حده حل شوه او بيا د خبر د اخيستلو او په يوه موضوع د نظر او موقف د څرګندولو لپاره ټاکلې مرجع پيدا شوه.
طالبانو د 199٦ء کال د سپتمبر په شپږويشتمه نېټه کابل ونيو او بيا هم افغان اسلامي اژانس لمړنۍ خبري اداره وه چې د کابل د سقوط خبر يې ورکړ. او لدې څخه څه موده وړاندې افغان اسلامي اژانس د کابل سره نژدې د جګړې د يو مهم لوري انجينير ګلبدين " حکمتيار " د مهم مرکز ( چهاراسياب ) د سقوط خبر هم ورکړى و.
د طالبانو د حکومت پر مهال نه يواځې دا چې افغان اسلامي اژانس د طالبانو د فوځي پرمختګونو خبرونه ورکول بلکې د شمالي اتحاد څخه به يې هم خبرونه ترلاسه کول چې هغه
وخت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر " مجاهد " او د شمالي اتحاد د ستر نظامي قوماندان احمد شاه " مسعود " سره د افغان اسلامي اژانس مرکې د يادونې وړ دي.
د سپتمبر د يوولسمي د پېښي څخه وروسته د افغان اسلامي اژانس د شهرت نوې دوره
د 2001 کال د سپتمبر د يوولسمي د پېښي څخه وروسته يو ځل بيا د نړيوالو سترګې افغانستان ته ورواوښتلې او په افغانستان کې د خبرونو ميدان ګرم شو.
افغان اسلامي اژانس کوښښ کولو چې وخت په وخت د پېښو په اړه د طالبانو اعلاميې، مرکې او نور خبرونه ترلاسه کړي خو دا مرحله د افغان اسلامي اژانس لپاره خورا ګرانه وه دا ځکه چې دا وخت په افغانستان کې د نړيوالو خبري ادارو دفترونه او له طالبانو سره د دوي ښو اړيکو افغان اسلامي اژانس دې ته اړ کړى و چې د خبر د لټولو لپاره خپل سرعت نور هم زيات کړي څو مهم خبرونه له نورو څخه د مخه د تلېفون له لارې راټول او نشر ته يې وسپاري .
له يوې خوا د اسامه بن لادن ، د ده د جنګياليو او د امريکا د بريد په هکله د طالبانو د نظر معلومولو او له بلې خوا په خورا چټکه توګه د افغان اسلامي اژانس لخوا د امريکا د بريدونو او رسېدلو تاوانونو په باره کې د خبرونو نشرول د نړۍ مطبوعات يو ځل بيا د افغان اسلامي اژانس په لور متوجه کړل او په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر د ژورنالستانو لپاره د يوې کليوالې حُجرې حيثيت غوره کړ .
د 2001 کال د اکتوبر په اومه نېټه امريکايي الوتکو په کابل بمباري پيل کړه چې له همدې ځايه په افغانستان کې د طالبانو د نظام د ړنګولو لپاره د امريکا بريد پيل شو.
که څه هم د امريکايانو د بريد په لمړۍ مرحله کې خبرونو يواځې تر طالبانو پورې تمرکز درلود خو ورو ورو دا مرکزيت په شړېدو شو چې له همدې امله به افغان اسلامي اژانس د افغانستان په مختلفو سيمو لکه کابل، هرات، ننګرهار او شمالي  ولايتونو کې د نورو سرچينو څخه هم  خبرونه ترلاسه کول .
د پخوانيو مشترکينو AFP ، رويتر، DPA, Radio Free Europe, VOA, KUODO ،BBC مانيترنګ او نورو تر څنګ زيات شمېر نړيوالو او سيمه ايزو خبري ادارو د افغان اسلامي اژانس په خبرونو کې اشتراک وکړ چې په دوي کې BBC World Service, NHK, China News Agency, Asahi TV, Asahi Shimbun, Tokyo Broadcasting Service, Bloomberg, Fuji TV, Mainichi Newspaper Japan, Yomiury Shimbun, راديو آزادي، د پاکستان دولتي تلويزيون او راديو پاکستان د يادونې وړ دي چې دغه وخت به افغان اسلامي اژانس په ډېره چټکتيا سره د افغانستان څخه شېبه په شېبه خبرونه راټولول او خپلو مشترکينو ته به يې په خورا ډاډ او اطمينان سره په واک کې ورکول چې د 2001ء کال د دسمبر په نهمه (9) نېټه د طالبانو د وروستي مرکز زابل د سقوط خبر هم د افغان اسلامي اژانس لخوا نشر شو.
د طالبانو له سقوط وروسته.
که څه هم د طالبانو د حکومت په وروستېو مياشتو کې د ثريا د ستلايت تلفونونو تر خوا افغانستان کې ډيجيټل تلفونونو هم څه نا څه کار شروع کړى و خو بيا هم مخابروي ستونځي ډيري زياتې وې.
د 2001 کال د نومبر په مياشت کې د طالبانو د سقوط څخه وروسته په افغانستان کې ثريا تلفونونه ډير زيات شول او افغان اسلامي اژانس د دې تلفونونو په برکت وکولاي شول چې د افغانستان د لر او بر څخه خبرونه ترلاسه کړي.
افغانستان کې د جمهور رئيس حامد کرزي د حکومت له جوړېدو وروسته افغان اسلامي اژانس په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره د افغانستان د لمړني ازاد او مستقل اژانس په توګه خپل ځان ثبت کړ.
افغان اسلامي اژانس د تاسيس له ورځې څخه په پرله پسې توګه کار کړى او حتى يوه ورځ يې هم په کار کې وقفه نده راغلې نو لدې امله افغان اسلامي اژانس په خورا وياړ سره وائي چې د شوروي د سرو لښکرو د اشغال پر مهال د مجاهدينو د مقاومت او يرغلګرو د ظلم او تيري د رسوا کولو لپاره جوړ شوى اژانس چې بې له کومې وقفې څخه يې په ازاده او مستقله توګه کار کړى اوس هم په مطبوعاتو کې د يو روښانه مقام څښتن دى.
دا اژانس کوم خبر د نشر وړ بولي؟
د افغان اسلامي اژانس بنسټ ايښودونکي له لومړۍ ورځې څخه په دې پوهېده چې د خبر د خپرولو څخه د خبر تصديقول او تائيدول ډېر ضروري دي چې له همدې امله اژانس دا خپله وظيفه وګڼله چې هر خبر بايد له درېو جلا جلا سرچينو څخه تصديق کړي څو د خبر د ريښتيا والي په هکله کوم شک پاتې نشي.
کله چې يو خبر د درې جلا جلا سرچينو څخه تائيد او تصديق شي نو بيا افغان اسلامي اژانس په ډېره بيړه سره د هغه و نشر ته اقدام کوي.
د دې ادارې بنسټ ايښودونکي همېشه خپلو کارکوونکو ته ويلي که د درې جلا جلا سرچينو د تائيد څخه وروسته هم د خبر د صدق او ريښتونولۍ په هکله مو کوم شک درلود نو بيا هم خبر نشر ته و نه سپارئ.
که د افغان اسلامي اژانس بنسټ ايښودونکي داسې نه واى کړى نو دې کې شک نشته چې اوس به دا خبري اداره هم د نورو ټولو هغو افغاني خبري ادارو په څېر چې د جهاد پر مهال او يا له هغې وروسته جوړې شوې وې له منځه تللې واي.
دا لدې امله چې د افغانستان په روان ټول بحران کې د يو ريښتيني ژورنالست لپاره د سم او ناسم خبر جلا کول خورا ګران کار دى بالخصوص هغه مهال چې پېښور ته به هره ورځ په لسګونو خبرونه رارسېدل او په ځانګړې توګه د خپل منځي جګړو پر مهال به هر لوري خپل ځان لاس برى ښوده.
دا خبره خورا ضروري وه چې سم او ناسم خبرونه سره جلا شي يا په بل عبارت خبرونه بايد لمړى " فلتر" او بيا نشر ته وسپارل شي چې الحمد لله افغان اسلامي اژانس په دې لار کې خورا په بري سره قدم په قدم مخ په وړاندې درومي.
د افغان اسلامي اژانس مالي سرچينې.
کيدلاي شي چې دا خبره لوستونکو ته ډېره د تعجب وړ وي خو مونږ په پوره اعتماد او باور سره وايو چې افغان اسلامي اژانس تر اوسه پورې له هيچا څخه هم مالي مرستې ترلاسه کړې ندي .
نه خو د جهاد پر مهال عربي او غربي ادارو او نه له هغې وروسته نورو مؤسسو دې اژانس ته کومه مالي مرسته ورکړې ده. بلکې تراوسه پورې يې خپل ټول مصارف د اشتراک له پيسو څخه پوره کړي دي چې اوس هم افغان اسلامي اژانس په همدې ډول خپلې چارې مخ پر وړاندې بيايي .
اژانس اوس څه ډول کار کوي؟
افغان اسلامي اژانس اوس هم هره ورځ د پخوا په څېر د افغانستان پېښي او حالات نشروي چې له همدې امله اوس هم دغه اداره د نړيوالو مطبوعاتو د توجه وړ ده.
سره د دې چې اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هره خبري اداره کولاي شي چې معلومات راټول کړي خو بيا هم يو شمير لويې او کوچنۍ نړيوالې خبري ادارې اوس هم افغان اسلامي اژانس ته د يوې باوري خبري سرچيني په سترګه ګوري او په خبرونو کې يې اشتراک کړى دى.
افغان اسلامي اژانس هره ورځ په پښتو، اردو او انګليسي ژبو په لازمه بيه خپلو مشترکينو ته خبرونه او نور ډول ډول مطالب برابروي.
که څه هم د دې ادارې وسايل د نورو په نسبت کم دي خو دا اداره تر هر چا دوه لويې ځانګړتياوې لري. چې هغه د خبر ريښتينولي او د خبر په نشر کې لمړى والى دى چې همدې ځانګړتياو اوس هم افغان اسلامي اژانس د يوې داسې خبري ادارې په توګه ساتلى چې ژورنالستان يې له اهميت څخه سترګې نشي پټولاي.
افغان اسلامي اژانس چې خپل لمړى خبر د 1982ء کال د سپتمبر په لمړۍ نېټه د هجرت په کور پېښور کې نشر ته وسپارلو. دا دى درويشت کاله وروسته د پرله پسې خپرونو په دوام خپله ( وېب پاڼه afghanislamicpress.com ) هم لوستونکو ته وړاندې کوي او هيله لرو چې افغان اسلامي اژانس به د پخوا په څېر د ريښتينو خبرونو په خپرولو کې له خپلو ټولو سيالانو څخه وړاندې درومي او د دې ادارې ټول کارکوونکي به د پخوا په څېر د روسانو د اشغال پر مهال دغه جوړه شوې ازاده او مستقله اداره د افغانستان د خلکو د جهاد د يو تاريخي يادګار په توګه همداسې بريالۍ او سرلوړې وساتي. ( انشاء الله ) .
 پاى
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
اعلانونه
 
د هوا پېشګويي